افغان امنیتي ځواکونو د لاریون کابو کولو لپاره پر بېلا بېلو لاریون کوونکو ډزې کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند بي بي سي سره په خبرو کې تائيد کړې چې د کابل په ننني لاریون کې ۷ لاریون کوونکي ټپیان شوي دي.

د رپوټونو 151111101835_kabul_protest_640x360_bbcله مخې لاریون کوونکو هڅه کوله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر دیوالونو واوړي.

افغان امنیتي ځواکونو د لاریون کابو کولو لپاره پر بېلا بېلو لاریون کوونکو ډزې کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي چې پنځه کسان په ډزو ویشتل شوي دي او د مرمیو ټپونه لري.

نوموړي زیاته کړه چې دوه نورې مېرمنې پر دیوال د اوښتو په هڅه کې ټپیانې شوي دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانانو غږ وکړ چې خپل احساسات دې کابو کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د نني لاریون په اړه خپله وینا کې ویلي “موږ هوډمن یو چې د خپلو هېوادوالو د وژنې بدل واخلو”

د ولسمشر غني وینا د افغانستان له ملي ټلویزیونه په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

ښاغلي غني وویل، په خپله د دغې پېښې جزیات څاري او د نیول شویو کسانو د ازادولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې تر ۹۰ زیات اورپکي وژل شوي دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانانو غږ وکړ چې خپل احساسات دې کابو کړي.

قهرېدلو لاریون کوونکو هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر دېوال ورواوړي

بل خوا، د افغانستان ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې په زابل او ننګرهار ولایتونو کې د وسله والو له خوا د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

ولسي جرګې نن عمومي غونډه همدې موضوع ته ځانګړې کړې وه. جرګې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسؤولیت ترسره کړي.

استازو پخپلو خبرو کي وویل چې د ولسي جرګې استازي په پام کی لري د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه جوړه کړي او ولسمشر په هیواد کي د ناامنیو د ډېرېدو په اړه ځواب ویلو ته راوغواړي.

د جرګې استازو دا هم وویل، له څو میاشتو راهیسي ولسي جرګې له حکومته د یرغمل شوو مسافرو د خوشي کولو په اړه د ګام اخیستلو غوښتنه کوله خو حکومت په دې برخه کې هېڅ کوم کار و نه کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *