طالبان وایي زابل کې زموږ پوځي مسؤول ”نه دی وژل” شوی

د وسله والو طالبانو یوه ویاند په زابل ولایت کې د ځینو افغان چارواکو هغه ادعا رد کړې ده، چې وايي، درو ځانمرګو بریدونو د طالبانو پوځي مسؤول پیر آغا او ۲۱ نور کسان وژلي او زابل ته یې ددغې ډلې نومول شوی والي مولوي مطیع الله ټپي کړی دی.

د زابل ځایي چارواکي ادعا کوي، چې ددغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې درو ځانمرګو بریدونو د طالبانو پوځي مسؤول پیر آغا او ۲۱ نور کسان وژلي او زابل ته ددغې ډلې نومول شوی والي مولوي مطیع الله سخت ټپي شی دی.

خو د طالبانو یوه ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د خپل پوځي مسؤول وژل کېدل رد کړي دي، چې په وینا یې هلته هېڅ جګړه نه ده شوې او له مخالفې ډلې سره یې هېڅ اختلاف نه شته.

ښاغلی احمدي وايي، یوازې د ”اسلامي دولت” (داعش) څو تنه چې تسلیمېدل، خپلو ملګرو ځانمرګي بریدونه ورباندې کړي چې دده په ټکو ”نا معلوم” شمېر ”داعشیان” پکې وژل شوي دي.

د زابل د والي ویاند اسلام ګل سیال وړاندې ویلي وو، دغه بریدونه د (سې شنبې/ نومبر ۱۰مه) د خاک افغان په سولان سیمه کي شوي:

”نن ددغو دواړو ډلو ترمنځ د جګړې څلورمه ورځ ده، چې د زابل خاک افغان په سولان او د ده چوپان په داودزو سیمو کې ددوی ترمنځ جګړه روانه ده. دوه ځانمرګي بریدونه د منصور دادالله د ډلې له خوا شوی، چې د هغه یو ورور هم او دوه ویشت نور کسان پکې وژل شوی”.

   سهار وختي د ”اسلامي دولت” (داعش) د وسله والو له خوا پر وسله والو مخالفانو ځانمرګی برید شوی چې د زابل لپاره د وسله والو مخالفانو نومول شوی والي ملا مطیع سخت ټپي شوی او د زابل لپاره د دوی نظامي مسؤول پیر آغا وژل شوی

د سیال په خبره په دوو نورو جلا ځانمرګو بریدونو کې منصور داد الله ته وفاداره بهرنیو جنګیالیو د کورنیو دوه ویشت غړي وژل شوي.

د سرچینې په خبره، دغو کسانو وروسته له هغه پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي، چې د اختر محمد منصور د وسله والو له خوا په یوه کور کې کلابند شول.

د سوېلي حوزې د پولیسو د مشر جنرال رازق ویاند ضیاء درانی هم ویلي، زابل کې ځانمرګي بریدونه شوي:

”سهار وختي د ”اسلامي دولت” (داعش) د وسله والو له خوا پر وسله والو مخالفانو ځانمرګی برید شوی چې د زابل لپاره د وسله والو مخالفانو نومول شوی والي ملا مطیع سخت ټپي شوی او د زابل لپاره د دوی نظامي مسؤول پیر آغا وژل شوی”.

تر دې دمه وسله والو طالبانو، له طالبانو د جلا شوې ‎ډلې ددغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *