د حکومت سکوت په جنایتونو کې د ونډې په معنا دی

د غزني ولایت اوسېدونکو په زابل کې د ۸ تنو مسافرو څخه د سرونو غوڅولو په اعتراض وايي، چې د دغه ډول پېښو په اړه د حکومت سکوت په دې منعا دی، چې په جنایتونو کې د ترهګرو سره شریک دي.

زرګونو غزني چیان نو د (نومبر په ۱۰مه نېټه) دوو ښځو، یوې ماشومې نجلۍ او څلور نارینه وو جنازې په مټ کړې وي او غزني ولایتي ودانۍ تر دوازې پورې یې لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو مرګ په طالب او مرګ په قاتلانو شعارونه ورکړل او د ملي یووالي له حکومته یې وغوښتل دغو جنایتونو په اړه دې خپل سکوت مات کړي او په افغانستان کې دې “هزاره وژنې” ته د پای ټکی کیږدي.

دغو اعتراض کوونکو د عمومي فاتحې، په کلنۍ کې د ترهګریزو اعمالو او یرغمل نیولو سره د مبارزې رسمي ورځ ثبتولو، د غزني ولسوالیو د عمومي امنیت خوندي کول، په غزني کې د نظامي تشکلاتو او امنیتي ځواکونو مالي امکاناتو زیاتوال او د طالبانو له منګلو د پاتې ۱۱ تنو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

دوی د ولسي وګړو څخه د سرونو غوڅول د ټولو انساني او دیني ارزښتونو خلاف عمل بولي او وايي، چې وسله وال طالبانو په دغه کار د افغانستان په تاریخ کې په ناوړو جنایتونو مرتکب دي.

د غزني ولایت دیني عالمانو سراسري شورا د وسله والو طالبانو دغه عمل د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف و باله.

د دغه ولایت یو دیني عالم قربان علي توسلي له حکومته غواړي، چې باید د داسې پېښو په اړه سکوت و نه کړي.

نوموړي دیني عالم “له حکومته غواړي چمتو شي او دغه بحران مړ کړي. له پښتنو، تاجکانو، هزاره ګانو او ازبکانو غواړي د پردیو مزدورانو او د مسلمانانو ترمنځ د دریم نړیوال جنګ پیلونکو په ضد یو موټی شي”.

د غزني والي محمد امان حمیمي وویل، چې د غزني خلکو غوښتنې مرکزي دولت ته رسولي دي او په دې ولایت کې به د ستونزو له بیا تکرار نه مخنیوی کوي.

ویل کیږي، چې د دغو ۸ تنو جسدونه تر نن ماښام پورې کابل ته وړل کیږي او سبا به د لاریون کوونکو له خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازې ته یوړل شي.

د یو بل خبر له مخې ۸ تنه یرغمل شوي، چې د زابل ولایت وسله والو طالبانو په ولکه کې وو، نن سهار ازاد او په جاغوري ولسوالۍ کې سیمه ییزو مسولیو ته وسپارل شول.

د ملي امنیت ریاست په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې لیکلي دي، چې خوشې شوي مسافرو کې ۵ تنه نارینه، ۲ ښځې او یو ځوان شامل دي، ملي امنیت ادعا کوي، چې د دوی په مرسته خوشې شوي دي .

دغه مسافر شاوخوا ۹ میاشتې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وو.

ملي امنیت په خپرې شوې خبر پاڼې کې د یو شمېر رسنیو او وسله والو طالبانو هغه ادعا رد کړي، چې ګواکې هغه کسان د طالبانو له خوا اعدام شوي دي، چې له ۸ تنو مسافرو څخه یې سرونه غوڅ کړي و.

د دغه ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ طالبان غواړي، چې په دغه ډول خبرو خپل جنایتونه پټ کړي او پړه د داعش ډلې پر غاړه واچوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *