خاك افغان كې پر طالبانو د داعش ځانمرګى بريد، طالب والي ټپي، قومندان مړ

خاك افغان كې پر طالبانو د داعش ځانمرګى بريد، طالب والي ټپي، قومندان مړ داعش ډلې د زابل په خاك افغان ولسوالۍ كې د طالبانو پر نومول شوي والي او نظامي مسوول ځانمرګى بريد كړى دى4966.

د پېښې د جزياتو په اړه د كندهار د پوليسو قومندان ضيا دراني ويلي، په دې بريد كې چې نن سهار د داعش وسله والو لخوا شوى، د زابل لپاره د طالبانو والي ملا مطيع سخت ټپي او نظامي مسوول پير اغا وژل شوى دى.

دراني كليد ته ويلي، دا بريد په سيمه كې د دواړو ډلو د وروستيو جګړو او سختو نښتو په دوام شوى دى: ((دا بريد د داعش ډلې لخوا د خاك افغان په مربوطاتو كې شوى، دلته څويمه ورځ ده چې جګړه دوام لري، د جګړې د وژل شويو شمېر يې هم له سلو لوړ شوى دى.))

وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر اوسه د دغې حملې په اړه څه نه دي ويلي او تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې ملا مطیع او پیر اغا د طالبانو په کومې ډله پورې تړاو لري؟

خو له تېرو څلورو ورځو راهیسی د زابل له خاک افغان ولسوالۍ څخه د ملا اختر منصور او منصور دادالله د وسله والو ترمنځ او بل لور ته د اختر منصور او داعش وسله والو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکول کیږي.

تیره ورځ د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اختر منصور وسله والو ۸ داعش پلوي چې د ۷ تنو ملکي افغانانو سرونه يي پرې کړي وو، اعدام کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *