اسرائیل د نویو امریکايي پیسو او وسلو بودولو په لټه کې دي

بارک اوباما د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، دواړه مشران په منځني ختيځ کې سولې ته د رسېدو لپاره هیله من دي.

د امریکا له ولسمشر سره د اسرائیلي لومړي وزیر له کتنې وروسته، رویټرز خبري آژانس د امریکا د کانګرس په حواله ویلي، اسرائیل هڅه کوي هر کال د امریکا له خزانې پنځه میلیارده ډالر او امریکايي وسلې ترلاسه کړي.

خو اوباما خبریالانو ته وویل، دا پټه نه ده چې دوی [اوباما او نتنیاهو] د ایران د اتومي پروګرام په اړه د نظرونو اختلاف لري، خو د اسراییلو امنیت د امریکا لپاره ډېر مهم دی.

ښاغلي نتنیاهو وویل، امریکا ته ډاډ ورکوي چې له فلسطینیانو سره د دوو دولتونو د جوړولو حل لارې ته ژمن دی.

بارک اوباما د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، دواړه مشران په منځني ختيځ کې سولې ته د رسېدو لپاره هیله من دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، په منځني ختیځ کې د سولې راتلو امکان ته ”نهیلي” نه ښکاري.

دواړو مشرانو د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د هوکړې له کېدو او د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ واشنګټن کې لومړۍ مخامخ خبرې وکړې.

له غونډې وړاندې، اوباما ویلي وو، په منځني ختیځ کې وضعیت له نژدې څاري، او له نتنیاهو به له فلسطینیانو سره د اسرائیلو د تاوتریخجنو پېښو په اړه واوري، خو خپل هغه پخوانی دریځ تکراروي چې اسرائیل له خپل ځان نه د دفاع حق لري.

   تل ابیب هر کال له امریکا نه څه باندې درې میلیارد ډالر مرستې ترلاسه کوي، خو اوس اسرائیل هڅه کوي چې دا کلنۍ مرستې تر راتلونکو لسو کلونو پورې پنځو میلیاردو ډالرو ته پورته شي.

اوباما وویل، هیله یې دا ده چې دواړه غاړې یوځل بیا د خبرو د مېز ترشا کښېني.

دواړه مشران څو اونۍ وروسته تر هغه له یوبل سره ګوري، چې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ مرګونې پېښې شوې دي.

نتنیاهو ویلي، هیله یې دا ده چې د خپل ځان د امنیت خوندي کولو لپاره د امریکا لا نور ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکايي رسنیو رپوټونه وايي، امریکا ته د اسرائيلي مشر د سفر هدف هر کال اسرائیلو ته له ۳٫۱ میلیارد نه ۵ میلیارد ډالرو ته د مرستې رسولو لپاره لاره برابرول دي.

واشنګټن ته د نتنیاهو له سفر سره هم مهاله، د سپینې ماڼۍ بهر د نتنیاهو ضد لاریونونه وشول او نتنیاهو یې د جګړې په جرم تورن کړ او لاریونیانو له امریکا وغوښتل چې د اسرائیلو له سیاسي ملاتړ او مرستې لاس واخلي.

تل ابیب هر کال له امریکا نه څه باندې درې میلیارد ډالر مرستې ترلاسه کوي، خو اوس اسرائیل هڅه کوي چې دا کلنۍ مرستې تر راتلونکو لسو کلونو پورې پنځو میلیاردو ډالرو ته پورته شي.

وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو لخوا پر نتنیاهو نیوکه شوې وه، چې ولې یې ران باراتز خپل نوی ویاند ټاکلی، ځکه چې هغه د امریکا پر مشرانو نیوکې کړې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *