ترکیه کې په بشري حقونو د اروپايي ټولنې نیوکې
ترکیه کې په بشري حقونو د اروپايي ټولنې نیوکې
دغه رپوټ داسې مهال خپور شوی چې اروپايي ټولنه د کډوالو کړکېچ په حلولو کې د ترکیې مرستې ته اړتیا لري.
د اروپايي ټولنې کمېسیون په ترکیې غږ کړی چې هېواد دننه دې د بشري حقونو او د بیان ازادۍ په برخه کې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
اروپايي ټولنه کې د ترکیې ورګډېدلو په تړاو کلنی رپوټ چې په ځنډ خپور شوی وايي، ترکیه کې په تېرو دوو کلونو کې د بیان ازادۍ په برخه کې جدي ستونزې لیدل شوي.
رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په ترکیه کې د محکمو بې پرې والی او خپلواکي هم کنترول شوې او د حکومت نوي قوانین د اروپايي ټولنې له قوانینو سره په ټکر کې دي.
دغه رپوټ داسې مهال خپور شوی چې اروپايي ټولنه د کډوالو کړکېچ په حلولو کې د ترکیې مرستې ته اړتیا لري.
ذغه رپوټ پرله پسې څو اونۍ له دې امله ځنډول شوی و چې د ترکیې حکومت او اروپايي ټولنې تر منځ د کډوالو کړکېچ په اړه حساسې خبرې اترې روانې وې.
په خبرو اترو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په وروستیو ټاکنو کې یې ګوند بری خپل کړ هم شامل و.
په بروکسل کې د بي بي سي خبریال کرېس مورېس وايي چې اروپايي کمېسیون په خپل رپوټ کې د ترکیې په حکومت کلکې نیوکې کړي.
Image caption په خبرو اترو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په وروستیو ټاکنو کې یې ګوند بری خپل کړ هم شامل و.
نوموړی زیاتوي، که څه هم په رپوټ کې د ولسمشر اردوغان نوم نه دی اخېستل شوی خو د ترکیې په حکومت او په ځواکمن ولسمشر یې مخامخ کلکې نیوکې شوې دي.
په تېره لسیزه کې د بیان ازادۍ په برخه کې ترکیې ګڼ پرمختګونه کړي خو رپوټ وايي چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه برخه کې شاتګ کړی.
رپوټ وايي چې، د خبریالانو، لیکوالانو، ټولنیزو رسنیو کارکوونکو او ځینو نورو فعالانو پر وړاندې نوې او پخوانۍ قضیې، په خبریالانو او ځینو خبري رسنیو بندیزونه د بیان د ازادۍ مخه نیسي او په جدي ډول د اندېښنې وړ دي.