kundoz_taliban-4-620x330د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوال وايي چې ددې ولسوالۍ ٤٠ سلنه برخه د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده او بهرني وسله وال د جګړې مشري کوي.

اوس مهال شاوخوا ١٥٠٠ کورني او بهرني طالبان په امام صاحب ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره جګړه کوي.

هغه زياته کړه چې شاوخوا ٢٠٠ تنه يې بهرني طالبان دي چې پر مرکز او ولسواليو د بريدونو مشري کوي.

د امام صاحب ولسوال وويل چې په دوى کې ازبکستاني، پاکستاني، تاجکستاني، عرب او چيچن وګړي شامل دي او تر اوسه د چاڼيزو عملياتو د پيل لپاره څه پلان نشته.

د امام صاحب ولسوالی ویلي: « که چیرته ډېر ژر عمليات تر سره نه شي، وسله وال مخالفين پياوړي کېږي او وروسته به يې له ولسوالۍ نه شړل ګران وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امام صاحب ولسوالی د تلې په نهمه نیټه د طالبانو لاس ته ورغله خو له لږ ځنډ وروسته یې له کوم مقاومت پرته بیرته پریښودله خو د ددې ولسوالی شاخوا سیمې ددوی په لاس کې دي.

د امام صاحب اوسېدونکي هم په دې ولسوالۍ کې د عملياتو د پيل غوښتنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *