د غزني د ښونکيو روزنې موسسي له يوي اونۍ راهيسې له دندې لاس اخستی دی ددې دارالمعليمين يو شمير محصلين وايي: داستادانو د نيوکو له امله له زدکړو وروسته پاتي شوي دي دا محصلين د ولايت شورا مخي ته را ټول شوي او ددي ستونزي د هواري غوښتنه يي کړې ده

د غزني ولایت د ښونکیو د روزنې بنسټ لسګونه محصلین تیره ورخ د ولایتي شورا مخې ته سره را ټول شوي وو او په دارالمعلیمین کې یې د ستوزنو د هواری غوښتنه کوله. دوی ویلي د دارالمعلیمین د ریس او استادانو ترمنځ ځینې ستونزې رامڼخ ته شوې او له یوې اونۍ راهیسې استادان خپلې دندې ته نه حاضریږي. د غزني ولایتي شورا غړي چې دا ستونزه یې له نږدې څیړلې پ دې برخه کې یې د پوهنې وزارت د مداخلې غوښتنه کړې ده.

له یوې اونۍ راهیسې دغزني د دارالمعلیمین استادان خپلو دندو ته ندي حاضر شوي او خپل مدیر یې په سرغړونې او د مدیریت په کمزورتیا تورن کړی دی او د احمد شاه کوهستاني د ګوښه کیدو غوښتنه کوي. د نومه وړی وایي: دی د وزیر له لوري ټاکل شوی او د ګوښه کیدو لپاره یې هم باید وزیر فرمان صادر کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *