د اسرايلي رژيم امنيت د امريکا د بهرني سياست له لومړيتوبونو څخه شميرل کيږي او له دي رژيم سره مرستي په سيمه کي د امريکا د خونديدوب په مانا دي. دا څرگندوني بارک اوباما د اسرايلو له لومړي وزير سره د ليدني پر مهال کړې ديF110921GPO31

د امریکا ولسمشر له اسرایلو سره خپلې اړیکې ډيرې ښې ښودلې ویلي یې دي، دده د ولسمشری پر مهال د امریکا او اسرایلو ترمنځ تر ټولو ښې امینتي او پوځي مرستې او همکاری شوې دي. د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په لړ کې د ایران اټومي پلان په هکله له پنځه جمع یو ډلې سره د ایران خبرو او هوکړې ته په نغوتې سره ویلي: امریکا او اسرایل دواړه غواړي چې ایران اټومي وسلې ته لاس رسی پیدا نکړي. د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: زمونږ په بهرني سیاست کې د اسرایلو امنیت له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي اوله دې رژیم سره زمونږ پوځي مرستې په سیمه کې د زمونږ د امنیت د ټینګښت یوه لویه برخه جوړوي.

د اسرایلو رژیم هم له دوی سره د امریکا له مرستو مننه کړې ویلي یې دي: دا مرستې د سخاوت له مخې وې. د یوه کال په لړ کې دا لومړی ځل دی چې د اسرایلو لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر سره ګوري. د ایران اټومي پلان په هکله هوکړې د اوباما او نتنیاهو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي. اسرایلي چارواکیو ویلي اسرایلي لومړي وزیر د امریکا د ډیرو مرستو د تر لاسه کولو په موخه واشنګټن ته سفر کړی دی او اوباما ویلي چې د اسرایلو له لومړي وزیر سره یې په بیلا بیلو موضوعاتو لکه د اسرایلو او امریکا د امنیت او سیمې د حالاتو په هکله خبرې کړي دي. دوی ویلي: په منځني ختیځ کې حالات په دې وروستیو کې ډیر کړکیچن شوي او په سیمه کې یې دخبرو د بیا پیلیدو له تړاو له بنیامین نتیاهو سره بحث کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *