داعش په کنړ ولايت کي د جنگياليو خذبول پيل کړي دي د سيلاب دوه سوه يو قول اردو قومندان محمد زمان وزيري ويلي داعش غواړي پر کنړ ولايت بريد تر سره کړی خو افغان امنيتي ځواکونه له دي ولايته د دفاع وړتيا لري .دا په داسي حال کي ده چي دوه ورځې وراندي د ننگرهار په پوهنتون کي محصلينو د وسله والو طالبانو داعش او حزب اسلامي د بيرغونو او په ملاتر يي د شعارونو په ليزدولو سره لاريون کري وو

د سيلاب دوه سوه یو قول اردو قومندان محمد زمان وزیري ویلي: د داعش وسله واله ډله په کنړ ولایت د براخ برید هوډ لری خو له دې سره دوی ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه له دې ولایته د دفاع وړتیا لري دوی زیاته کړې له دوه میاشتو راهیسې وسله والو مخالفینو په کنړ کاپیسا پروان نورستان او لغمان ولایتونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی چی ددوی له لوری ټول بریدونه په شا تمبول شوي دي.

له دې سره د ملي اردو دې چارواکي له ننګرهار ولایت کې د داعش له کمزورتیا خبر ورکړی ویلي یې دي دې وسله والې ډلې په دې وروستیو کې د شنیوارو ولسوالی د نیولو لپاره ځینې عملیات په لاره واچول خو په خپلو موخو کې باتې راغلل او اوس د کنړ ولایت پر یو شمیر ولسوالیو کې د بریدونو پلانونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له ننګرهار ولایت څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې ددې پوهنتون محصلینو څو ورځې وړاندې د ملي یوالي حکومت پر وړاندې لاس په لاریون پورې کړی وو د دولت ضد، د داعش، وسله والو طالبانو او حزب اسلامي په پلویتوب او ژوندی د وي اسلامي حکومت شعارونه یې ورکول.

له دې سره لاریون کونکو د اسلامي دولت اسلامی خلافت او اسلامي امارت په ملاتړ شعارونه ورکړي دي لاریون کونکو په خپلو خبرو کې ویل چې مونږ د یوه اسلامي حکومت د رامنخ ته کولو پلویان یو.

مخکې له دې هم داسې ریپوټونه ورکړل شوي چې ګواکې په دې پوهنتون کې وسله والو مخالفین فعالیت لري او ځینې مهال یې په لاریونونو او فعالیتونو لاس پورې کړی دی خو ملي امنیت ویلي چې په دې پوهنتون کې یې د داعش ملاتړي نیولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *