په زابل ولايت کي د اوو ملکي کسانو وژل د بشر ضد جنايت او نسل وژنه ده په ولسي جرگه کي د غزني ولايت استازو ويلي حکومت په دي برخه کي د خواب ويونکي نه دي او دوه گوني چلند کوي له دي سره دوي خبرداري ورکري که چيري د حکومت دا بيغوري دوام وکري ملي يوالي له له ستونزو سره مخ شي

حکومت د غزنی ولایت په ګیلان او د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالیو کې برمته شوي کسان تر شپږو میاشتو د وسله والو تر تیغ لاندې پرې ښودل خو حکومت له دی سره کوم کار نه دی تر سره کری ترخو چی برمته کونکو اوه تنه مساپرین تیره ورخ له نیغه تیر کړل.

ددوی له مړینې وروسته دا مسله جدي شوه او د جاغوریو ولسوالی اوو برمته شویو کسانو وژل کیدو بیلا بیلو ډوله غبرګونونه را وپارول. ددې برمته شویو کسانو یوه برخه د تیر کال د کب په میاشت کې برمته شوې او یو شمیر نور یې هم شپږ میاشتې مخکې د غزني په ګیلان ولسوالی کې تښتول شوي دي. نن په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازو وویل: پّ تیرو شپږو میاشتو کې حکومت د برمته شویو کسانو د خوشي کولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی ترهغې چې وسله والو ددوی سرونه پرې کړل.

د غزني ولایت استازو ویلي ددې کسانو د سرونو پرې کول جنګي جنایت او د نسل وژنه ده

دې استازو ویلي حکومت د برمته شویو کسانو پر وړاندې دوه ګونی چلند لري او د اقوامو په پرتله بیل ډول ګام پورته کوي دوی خبرداری ورکړ دا دوه ګونی نا عادلانه چلند د حکومت ستنې لړځوي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازو ویلي حکومت باید په هیواد کې د برمته کونکې د دود مخنیوی وکړي او که چیرې داستونزه هواره نشي لمن به یې تر ډيره پراخه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *