په افغانستان کي ۳۶ ديرش سلنه کسان د بيوځلی کرښې لاندې ژوند کوي د اقتصاد وزارت له دي سره ويلي يواځې اقتصادي وده ددي ستونزي د هواری لپاره گټوره نه ده دوی ويلي د خلکو د ښه ژوندانه لپاره بايد په ټولو برخو کي برابرښت رامنځ ته او د ودي لپاره هڅې وشي

د ا قتصاد وزارت په خپل دولس پاڼه ایز ریپوټ کې چې د په افغانستان کې د بیوځلی د وضعیت څیړنې په نامه دی د دیارلس سوه نویم او دیارلس سوه درې نویم کلونو په لړ کې د شپږ اعشاریه نهو ناخالصو تولیداتو له ودې خبر و رکړی خو ویلي یې دي چې اوس هم ډیری هیوادوال د بیوځلې کرښې لاندې ژوند کوي. د اقتصاد وزیر ددې ریپوټ په وړاندې کولو سره ویلي، داسې ښکاري چې یواځې اقتصادي وده د ددې ستونزې د هواری لپاره ګټوره نه ده. دوی زیاته کړې چې د خلکو د ښه ژوندانه لپاره باید په ټولیزه توګه ټولې برخې پرمختګ وکړي او په ټولو برخو کې برابرښت رامنځ ته شي.

دوی له دې سره چې په بیلا بیلو اړخونو کې نه برابرښت ته نغوته کړې ویلي یې دي. اساسي چوپړتیا ته لاس رسي پر بیوځلی ډیره اغیزه کړې او اوس مهال اویا سلنه هیوادوال د بیوځلې نالوستۍ له ستونزو سره مخ دي او ددوی ماشومان د زدکړو له نعمته بې برخې دي.

د اقتصاد وزارت له لوري د خپاره شوي ریپوټ له مخې شپږ نوي سلنه هیوادوال اساسي چوپړتیا لکه برښنا او شپږ اعشاریه څلویښت سلنه د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسۍ نلري.

د اقتصاد وزارت په ریپوټ کې د خلکو اقتصاد له سیمه ایز اړخ څخه څیړل شوی ویل شوي چې بیوځله هیوادوال د هیواد په ختیځ شمال ختیځ لویدیځ او مرکزي سیمو کې په په غرنیو برخو کې ژوندن کوي. په همدي توګه په دې ریپوټ کې بهرنیو مرستو ته هم نغوته شوې ویل شوي، دې مرستو یو شانته اقتصادي وده له ځان سره نه درلوده او په دې برخه کې یې یوشانته د تولو ستونزو نه دي هوارې کړې. په دې ریپوټ کې په داګه کروندګرو ته نغوته شوې ویل شوي په دې برخه کې پانګونې ته نه پاملرنه دډې لامل شوې ترڅو د هیواد په کچه کرهنیز لومړیتوبونه له لاسه ووځي.

په افغانستان کې د بیوځلی وضعیت د څیړنې ریپوټ د نړیوال بانک په همکاری او د مرکزي احصایې د مالوماتو له مخې چمتو شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *