U.S. Defense Secretary Robert M. Gates and other NATO Ministers of Defense and of Foreign Affairs met together at NATO headquarters to give final political guidance in preparation for the meeting of Allied Heads of State and Government at the upcoming NATO Summit in Lisbon, Portugal in November in Brussels, Belgium, on Thursday October 14, 2010. DOD photo by Master Sgt. Jerry Morrison(RELEASED)

ناټو د پريکړنده ملاټر د ماموريت په کړۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه څيړي

ددي ترون يوه چارواکي ويلي په افغانستان کي امينتي حالت ډاډ من نه دی نو له دي مخي بايد ددوی يو شمير سرتيري په افغانستان کي پاتي شي

د ناتو ترون يوه الماني چارواکي جنرال هانس په اسپانيا کي د ناتو ترون د مانورو پر مهال په افغانستان کي د وسله والو مخالفينو د بريدونو ديرشت او ودي ته نغوته کري ويلي يي دي: په افغانستان کی حالات زمونږ د تمې پر خلاف پر مخ روان دي، په دې هیواد کې حکومتولي کمزورې ده او ددې هیواد په بیلا بیلو برخو کې فساد ناامنیو ته لاره هواره کړې ده. دې آلماني جنرال ویلي: په افغانستان کې امنیت له ګواښ سره مخ دی او که چیرې د ناټو سرتیري په افغانستان کې پاتې نشي حالات به له دې هم بدتره شي.

د ناټو یوه جنرال له لوري دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې په راتلونکې میاشت کې د ناټو غړیو هیوادونو د دفاع وزیران د افغانستان د حالاتو په هکله یوه ناسته تر سره کړي. له دې سره په بروکسل کې د ناټو یوه دیپلومات رسنیو ته ویلي: په افغانستان کې هیڅوک له پرمختګه خوښ نه دي او ناټو نشي کولای تل تر تله له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي او اوس مهال مونږ له تمې پرته له دوی سره ډیره مرسته کوو.

د رسنیو د ریپوټونو له مخې، داسې تمه شتون نلری چې د ناټو غړیو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران به د افغانستان به هکله کومه مهمه پریکړه وکړي چې له مخې به یې ددوی سرتیري یوځل بیا له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې په موخه د جګړې ډګر ته راوګرځي. له دې سره د افغانستان ملي امنیت ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت بریالی دی او هیله مندي یې څرګنده کړې چې ناټو به د ترهګرو تر له منځه تلو دې ماموریت ته دوام ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *