طالبانو د يرغمل شويو کسانو د وژنې په تور بهرني جنګيالي اعدام کړي

تښتول شوي کسان له هراته کابل ته روان چې د وسله والو له خوا يرغمل شول

د افغانستان جنوب ولايت زابل چارواکي وایي چې ملا اختر محمد منصور پورې تړلو وسله والو طالبانو اته تنه د “اسلامي دولت ډلې” بهرني جنګیالي د اوو یرغمل شويو کسانو د وژني په تور اعدام کړي.

د زابل ولايت ځايي چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې “اسلامي دولت” ډلې (داعش) سره تړلو وسله والو د اوو تنو يرغمل شويو هزاره ګانو څخه په خاک افغان ولسوالۍ کي سرونه غوڅ کړي دي.

۳۱ تنه د ۱۳۹۳ کال د کب پر څلورمه نېټه له هرات څخه کابل ته پر لاره د وسله والو له خوا تښتول شوي وو چې وروسته يې ۱۹ تنه ازاد شول.

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوال محمد نصرت یار وایي “برایې شپه شپږ بجې د داعیشیانو یو قومندان د اکرم په نوم د خپلو سلو نفرو سره یوځای د اختر محمد منصور وسله والو ته تسلیم شو”

دی زياتوي “نن سهار دوی هغه کسان چې اووه هزارګان يې وژلي وو محاکمه او پړه وپېژندل چې سهار اته بجې د خاک افغان په سولان سيمه کې د اختر محمد منصور د ډلې له خوا اعدام شول”

ښاغلی نصرت یار وایي، تسلیم شوی قومندان په خټه ازبک دی، چې تېر کال د شمالي وزیرستان څخه د زابل خاک افغان ولسوالۍ ته راغلی و.

د زابل د والي ویاند اسلام ګل سیال وایي، “د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ نن هم د ده چوپان په چنار، داودزی اوهمدارنګه د خاک افغان په سولان او خواجه اتش سیمو کي جګړه روانه ده.”

په دغه دوو ولسوالیو کي د منصور داد الله او بهرنیو وسله والو شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ مېشتې دي.

د سیال په خبره جګړه د ملا اختر محمد منصور چې د ملا محمد عمر ځاي ناستی دی او د منصور داد الله چي د طالبانو د بېلې شوې ډلي مرستيال دی تر منځ کېږي.

نوموړی زیاتوي چې بهرني جنګیالي (اسلامي دولت ډله) د منصور داد الله پر پلوی جګړه کوي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه ښيي چې د غزني د جاغوری ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب باشي د خپلو وسله والو سره د ملا اخترمحمد پر ملاتړ له منصور دادالله سره جګړه پیل کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *