د يمن په سويل کي حوثيانو پرمختگ کړی او د عربي ځواکونو يوي پوخي هدي ته يي خان نږدي کړی دي همدرانگه په تعز کي جگړې ته زور ورکړل شوی او په دوه ورځنيو جگړو کي تر اوسه له ۵۰ دير کسان وژل شوي دي

د یمن په سویل کې د حوثیانو او منصور هادی دپلویانو ترمنځ په نښته کې حوثیانو د عدن او لحج ښار ځینې سیمې نیولي دي. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې حوثیانو او ددوی ملګرو ډلې د العند ښار ته چې د عربستان په مشری د ایتلاف ځواکونه پکې میشت دي نږدې شوي او د مشرف په غونډیو کې ځای نیولی دی. دا هوایي هډه چې سوډاني ځواکونه پکې میشت دي تیره میاشت حوثیانو مخالفینو تر لاسه کړې وه.

له دې سره ویل شوی چې حوثیانو په ضالع ولایت کې هم د دمت ښار نیولی دی. په ورته حال کې په تغز کې د حوثیانو او ددوی مخالفینو ترمنځ په نښته کې له پنځوسو دیر کسان وژل شوي دي. پر دې ښار د منصور هادي د پلویانو واک مني دی او جګړې ددې ښار اوسیدونکي له بیلا بیل ډوله ستونزو سره مخ کړي دي. پّ یمن کې نښتو ته په داسې حال کې زور ورکړل شوی چې یمني ښکیلو خواوو د ملګرو ملتونو له لوري د وړاندې شوي پلان سره هوکړه کړې ده.

همدارنګه تیره ورځ د اماراتي سرتیرو یوه ډله خپل هیواد ته وګرځیده د رویټرز خبري آژآنس د ریپوټ له مخې یمن ته د عربستان په مشری د ایتلاف په کړی کې پنځه زره سرتیري استول شوي چې ډیری یې د اماراتو سرتیري دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *