د هاکرانو د اینترنیټ په کرښه د امریکا د استخباراتو، د اف بی آی او د NSA اسناد خپاره کړی دی

د داعش تروریستی ډلی هاکرانو چی ځانونه د (Cyber Caliphate) ډلی په نامه یادوی، د اینترنیټ په کرښه د امریکا د استخباراتو، د اف بی آی او د NSA د مشرتابه په هکله شخصی اسناد او د هغوی د ټیلیفون شمیری خپری کړی دی. په دی هکله خبر Daily Mail خپور کړی دی.

د رسنی د معلوماتو له مخی ویل کیږی، چی د (Cyber Caliphate) هاکران په همدی ډول په دی هم توانیدلی، چی د Twitter د بریښنا پاڼی د ۵۴ زرو کارونکو پاڼو ته ورننوځی او هغوی شخصی اسناد او پټ نومونه هم خپاره کړی. هاکرانو چی د جنوری په میاشت کی یی د پنتاګون د تویتر پاڼه هم تر خپل کنترول لاندی راوستی وه، د خپلو دغو کړنو لامل د خپلی ډلی د مشر ج حسین چی یو انګلستانی وګړی وو، د هغه د وژنی غچ په ګوته کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *