که چيري نړيوال هيوادونه چاپيريال ساتني ته پاملرنه ونکړي تر راتلونکو ۱۵ کلونو به سل ميليونه وگړي له بيوځلی سره مخ شي

نړيوال بانک په يوه خپاره شوي ريپوټ کي په دي هکله خبرداری ورکړی ويلي يي دي د ځمکي هوا بدلون په افريقايي او سويلي آسيا هيوادونو ديره بده اغيزه کړې او د خوراکي توکيو بيي ډيري لوړې شوي دي

د نړیوال بانک ریس جیم یونګ کیم ویلي: په نړۍ کې بیوځله کسانو د هوا د بدلون له امله تر ډيره زیان وویني، نړۍ به له ډیریو ستونزو لاس او ګریوان شي او په میلیونونه وګړي به د بیوځلې له ستونزې سره لاس او ګریوان شي.

دې بانک د هوا د بدلون په هکله په ریپوټ کې ویلي: د کرهنیزو توکیو کمښت د هوا د بدلون یوه بده اغیزه ده چې په دې سره به د خوراکي توکیو بیې تر ډيره لوړې شي چې ډيری کسان به په افریقایي او د سویلي آسیا په هیوادونو کې زیانمن شي.

ده ویلي که چیرې ددې ستونزې مخنیوی ونشي تر دوه زره دیرشمه به په میلیونه کسان له بیوخلی سره لاس او ګریوان شي.

په دې ریپوټ کې وړاند وینه شوې چې په افریقا کې خوراکي توکو بیې به تر راتلونکو پنځه لسو کلونو دولس سلنه او تر دوه زره اتیایمه به اویا سلنه لوړې شي. نړیوال بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي ترڅو د هوا د بدولن وچکالی سیلاونو او د بیلا بیل ډوله ناروغیو د مخنیوي لپاره کوتلي ګامونه پورته کړي. دې بانک د ګلخانه یې غازو پر کمښت هم ټینګار کړی ویلي یې دي د نړیوال بانک ددې ریپوټ ویرونکې موخه داده، تر هغې چې د هوا د بدلون لپاره کوټلې ګامونه پورته نکړل شي د بیوځلی له منځه وړل به شونې نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *