د سوریې په تړاو په خبرواترو کې د وړاندېتګ په مخه کې خنډونه پاتې دي

له همغه پیله روښانه وه، چې په ټوله کې په منځني ختیځ او په تېره بیا د سوریې په بحران کې د ایران رول ډېر ستر دی. د «ژېنېو – ۱» او «ژېنېو – ۲» جرګې هم تر ډېره حده له دې امله بې اغېزې وختلې، چې د ایران په څیر د سیمې مهم هېواد پکې ګډون نه وو کړی.

همدې ته په کتو، د سوریې په تړاو د ویانا خبرواترو ته د ایران وربلل ستر او مهم پرمختګ دی. د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د ختیځپوهنو د انستیتوت یوه سرڅېړانده ایرینه فیودورووه په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وایي:

بې له کومه شکه، د سوریې په تړاو په خبرواترو کې د ایران په څیر د مهم سیمه ییز لوبغاړي راګډول ډېر مهم کار دی. ځکه چې دغه هېواد په سوریه کې د خپلو پوځي قطعاتو د مستقیم حضور او د «حزب الله» د فعالیت له لارې په نامستقیم ډول د سوریې په جګړه کې ګډون لري. خو له بلې خوا، په ویانا کې په جوړه شوې غونډه کې د اسراییلو، چې د سیمې د هېوادونو د شخړې له خلاصون سره زیاته لېولتیا لري، نه شتون، ډېر هېښوونکي دي.

د ویانا په خبرواترو کې د ۱۷ هېوادونو او همدارنګه د ملګروملتونوټولنې او د اروپایي اتحاد پلاویو ګډون کړی وو. بې له اسراییلو هم   دغه شمېر ډېر زیات وو او د ګډې ژبې پیدا کول یې سخت کړي وو. ځکه چې په سوریه او د هغې په چاپېر کې د دوی ګټې، پلانونه او نیتونه ډېر سره بېلابېل دي.

نو ځکه تر هرڅه لومړی دغه پوښتنه راپیدا کیږي: ایا د سوریې د مسألې په څیر د ډېرې تنکۍ، حساسې او ډېر اړخیزې مسألې په تړاو په دومره ستره اډانه کې د خبرواترو کول بری راوړلای شي؟ فکر نه کیږي.

له دغه واقعیت سره د مخالفت کول ډېر سخت دي. نو ځکه د دغې سترې غونډې په درشل کې لومړی د روسیې، امریکا متحدو ایالتونو، ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ځانګړې غونډه جوړه شوه. دغه هېوادونه د سوریې په تړاو د خبرواترو «وړه کړۍ» جوړوي. او د دغې «وړې کړۍ» په خبرواترو کې نه ایران و، او نه اروپایي اتحاد. د روسیې یو سیاستپوه او ختیځپوه ولادیمیر ساژین په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وایي:

د سوریې د مسألې د حل په تړاو د غږېدا په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې له هغې مثبتې تجربې باید استفاده وشي، چې نړیوالې ټولنې د «۵+۱ ګروپ» یا د «شپږګونې» په اډانه کې د ایران د اټومي پروګرام د مسألې د حل په تړاو له تهران سره په خبرواترو کې پیدا کړې ده. په دغه «شپږګونې» کې د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا پینځه دایمي غړي هېوادونه او المان غړیتوب لري، چې د دغه ګروپ اهمیت او اعتبار یې لوړ کړی.

ولادیمیر ساژین په خپله تبصره کې زیاتوي: د دغه ګروپ د کار تجربه ډېره مهمه او ګټوره ده. دا ځکه چې دغه ګروپ خپل کار ان په ۲۰۰۶ کال کې پیل کړي او له ټولو بهرنیو عواملو، بین المللي وضعې او سیمه ییزو حالاتو سره سره، تراوسه پورې کار کوي. حتا د اوکرایین او یا د سوریې په څیر ډېرو حادو او حساسو پرابلمونو هم د «شپږګونې» پر کاري وړتیا اغېز ونه کړای شو، او په وروستي حساب کې یې بری هم په برخه شو.

د سوریې د مسألې د حل لپاره، درې نور هېوادونه — ایران، سعودي عربستان او ترکیه باید «شپږګونې» ته ورزیات شي. د دغې زیاتېدا په نتېجه کې جوړېدونکې «نهه ګونې» کولای شی، چې د سوریې په دننه او دباندې له ټولو لوبغاړو سره د خبرواترو د بهیر زړی شي.

د سوریې په دننه کې ناروښانتیا ډېره زیاته ده. یو ټکی روښانه دی، او هغه دا دی، چې «اسلامي دولت» اساسي او د ټولو ګډ دښمن دی. هغه «معتدل اپوزیسیون»، چې په سوریه کې، هم د «اسلامي دولت» په وړاندې، او هم د بشار اسد د رژیم په وړاندې جنګیږي، څه شی دی؟ د ویانا په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د «اپوزیسیون» پېژندنه باید وشي او ترهګر په ګوته شي، او له هغه چا بېل شي، چې خبرواترو ته وربلل کېدای شي. له ترهګرو نه، د نه ترهګرو د بېلولو کچه — د ترهګریزو سازمانونو هغه نوملړ دی، چې ملګروملتونوټولنې چمتو کړی دی.

په خبرواترو کې د وړاندېتګ بل خنډ، چې کېدای شي، تر ټولو ستر او اساسي خنډ وي، هغه د ولسمشر بشار اسد راتلونکې ده. د دغې مسألې په تړاو هم، د ویانا د خبرواترو د برخه والو دریځونه لږ سره نېږدې شول. لوریو موافقه وکړه، چې اسد کولای شي د نیم کال په اوږدو کې نور هم په واکمنۍ کې پاتې شي، وروسته به ټولټاکنې د ده برخلیک وټاکي. خو ډېری کتونکی همدا اوس دا خبره کوي، چې په کورنۍ جګړې پاشلي هېواد کې د ټولټاکنو مفکوره، د عملي کېدا له اړخه ډېره خیالي مفکوره ده. د سوریې وګړي به، د دښمنو لوریو له خوا په نېول سیمو کې په ټولټاکنو ګډون، څنګه کوي؟

د سوریې د اساسي قانون د بدلولو آرونه هم ناروښانه دي. په سوریه کې د واکمنۍ کومه بڼه له اوسنۍ وضعې سره سمون خوري او د دولتي جوړښت کومه بڼه — مرکزي، فدرالي او که کانفدرالي، د اوسني قومي او مذهبي ناپوخلاتوب په شرایطو کې په هېواد کې سوله راوستلای او خوندي کولای شي؟

تر څو چې په سوریه کې جنګي عملیات روان وي او هېواد لږ تر لږه په څلورو ټوټو وېشل شوی وي، د همدغو او زیات شمېر نورو پوښتنو د ځوابونه پیدا کول سخت او حتا ناشوني دي.

پر همدې ټولو سربېره، د ویانا د خبرواترو ټول برخه وال هم، د سولې فکرونه په سر کې نه لري. د ساري په توګه، ترکیه، په سوریه کې د کوردانو د کورواکي جمهوریت د جوړېدا د مخنېوۍ لپاره، کلکو جنګي عملیاتو ته چمتو ده.

سعودي عربستان، پر بشار اسد د دې ګواښونه کوي، چې د جګړې په ډګر کې به یې مات کړي او او له سوریې نه د ایران د پوځ د اېستلو غوښتنه کوي.

خو په واقعیت کې همدغه درې هېوادونه — ترکیه، سعودي عربستان او ایران — په سوریه کې پر حالاتو د اغېز تر ټولو زیات او پیاوړي اړمونه لري. نو ځکه، د روسیې، امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي اتحاد په وړاندې دغه اساسي دنده پرته ده، چې انقره، الریاض او تهران دېته اړ کړي، چې د خبرواترو مېز ته سره کېني او یوه بل ته د تېرېدنو له لارې، د خبرواترو د بهیر د بریالي خوځښت لپاره شرایط چمتو کړي.

د نومبر په منځنیو کې، د سوریې په تړاو د نوې غونډې جوړېدا پلان شوې ده. ایا په هغه کې به د سوریې د مسألې د حل په تړاو کوم وړاندېتګ راشي؟ اوس د دغې پوښتنې ځواب نه دی روښانه. ځکه چې د ښکېلو لوریو د نه پوخلاتوب د تودښت درجه ډېره لوړه ده. خو د خبرواترو شنډېدا به سوریه په درې-څلورو ټوټو حتما سره وویشي. ایا «ښکېل هېوادونه» هم همدا غواړي؟ فکر نه کوو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *