ولسمشر غني له کابلبانک پوروړي خلیل الله فیروزي سره شوی تړون لغوه کړ

   له قضايې قوې پرته نور هيڅ دولتي ارګان دا حق نه لري، چې د محکمې پرېکړې تغیر کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د کابلبانک له پوروړي خلیل الله فېروزي سره د حکومت له لوري شوی تړون لغوه کړ.

غني امر کړی، چې د ښارجوړونې وزارت باید له خلیل الله فيروزي څخه (سمارټ سيټي) په نامه ځمکه بېرته واخلي او ارزښت له مخې يې د ځمکې پېسې د کابلبانک په قرض کې حساب کړي.

د خلیل الله فېروزي له دوسيې څېړلو وروسته ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د محکمې له لوري پر نوموړي حکم مرعي الاجرا دی.

ډاکټر اشرف غني ویلي، چې له قضايې قوې پرته نور هيڅ دولتي ارګان دا حق نه لري، چې د محکمې پرېکړې تغیر کړي.

غني پر لوی څارنوالی هم امر کړی، چې د محکمې د حکم د تطبیق په اړه دې ژر تر ژره ولسمشرۍ ماڼۍ ته راپور ورکړي.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د حقوقي چارو سلا کار عبدالعلي محمدي ویلي وو، چې د کابل بانک د پور وړیو څخه د پورونو راټولولو کمیسیون، ارګ، کابینې او د کابل بانک د پور وړیو ځانګړې محکمې پریکړه کړې، چې د کابل بانک پور وړي باید له زندان څخه راووځي د سوداګرۍ او نورو قانوني لارو دې ته وهڅوي، څو خپل پورونه بېرته دولت ته ورکړي.

محمدي زیاته کړې وه، چې که د کابل بانک پوروړي په زندان کې وي یاهم له هېواد څخه بهر د تيښتې په حال کې دوی پورونه نه شي ورکولی.

محمدي دا هم ویلي وو، چې د دولت موخه دا نه ده، چې د کابل بانک پور وړي دې په زندان کې وساتل شي، بلکې اصلي هدف يې دا دی، چې د خلکو او ملت پیسې ترلاسه شي او هغه پريکړه چې د محکمې له لوري شوی، نو خلیل الله فيروزي به هغه پېسې دولت ته وسپاري.

د معلوماتو پر بنسټ خلیل الله فېروزي ۱۳۷ میلیونه ډالره د کابل بانک پور وړی و، چې تر دې مهاله یې ۲۰ سلنه پور دولت ته سپارلی او ده ته تر اوه کلنو پورې وخت ورکړشوی چې خپل پور ورکړي.

سمارټ ښارګوټی د کابل ښار هوايي ډګر ۸۰ مترې سړک ترڅنګ د “اریا” ښارګوټي په څنډه کې په ۶۸ جریبه ځمکه، چې ۴۰ زره آپارتومانونه کیږي په پام کې وه، چې د څلورو کلونو په موده کې ورغول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *