مصر:امریکا د الوتکې د سقوط په اړه معلومات نه شریکوي

شاید په الوتکې کې ماین چاودېدلي وي.د فرانسې مطبوعات وايي شاید په الوتکې کې ماین چاودېدلي وي.

د مصر خارجه وزیر سمیع شکري په امریکا ، برتانیا او نورو ملکونو تور لگولی دی چې د جټ روسۍ الوتکې د سقوط په اړه له مصر سره استخباراتی معلومات نه شریکوي.

مصری دیپلوماتانو د شنبې په ورځ په قاهره کې، خبریالانو ته ووویل چې د بهرنیو استخباراتو دغه خبره تراوسه د مصر امنیتي مقاماتو ته چا نه وه کړې چی امکان لري په دغه الوتکه کی به بم ایښودل شوی و.

په همدې حال کې د فرانسې مطبوعاتو راپور ورکړی چې د الوتکې د پرواز د ثبتولو ماشین یا بلک بکسیز، چې د الوتکې په ټوټو پرچو کی پیدا شویدی، ښیي چې په الوتکه کې به بم چاودېدلی وي.

دغه شکایت په داسې وخت کې شویدی چې سلگونه سیلانیان، د تروریستي فعالیتونو د امکاناتو د اندېښنې له کبله د شرم الشیخ د تفریحي ځای نه د وتلو اجازه نه لری.

شک دی چې په روسۍ جټ مساپروړونکې الوتکه کی بم ایښودل شوی و چی تېره هفته یې ددې تفریحي ځای نه پرواز وکړ، د پرواز نه لږ وروسته یې سقوط وکړ او ٢٢۴ تنه سپرلۍ یی ووژل شوې.

روسیي مصر ته ټول روسي تجارتي پروازونه تر هغه وخته پورې بند کړي چې ددې الوتکې د لویدلو علت معلوم شي.

دغه روسۍ الوتکه تېره اوونۍ د مصر په شرم الشیخ کې له پرواز شل دقېقې وروسته وغورځېدله او ټول سپاره يې مړه شول.

یوه روسیی سیلاني وويل (کله کله داسې پېښې کیږي. مونږه خپه یو چې هغوی زمونږ د ملک خلک وو، دا زمونږ ملک ته بده خبره ده. ته پوهیږې اوس خلک ویریږي چې څنگه مصر ته سفر وکړي.)

د امریکا جمهورریس براک اوباما، او د برتانیا صدراعظم دیوید کامرون، دواړو ویلي چې ډیر امکان لري چې دغه الوتکه په بم غورځول شوې وي.

روسیې د اوس لپاره مصر ته تجارتي الوتنې ځنډولي دي.روسیې د اوس لپاره مصر ته تجارتي الوتنې ځنډولي دي.

امریکا احتیاطي ګامونه اخیستي

د امریکا د کورني امنیت وزارت د جمعې په ورځ په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د نویو امنیتي تدابیرو اعلان وکړ.

امریکا دغه اعلان وروسته له هغهوکړ چې د مصر د سینايي په ټاپو وزمه کې یوه روسۍ الوتکه راولوېده او ټولي سپرلۍ یې ووژل شوې.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جې جانسن وویل چې وروستي امنیتي تدابیرتجارتي الوتکو ته متوجه دي چې د بهرنیو هیوادونو څخه امریکا ته راځي.

خو ښاغلي جانس دا ونه ویل چې په کومو هوايي ډګرونو کې به دغه نوي اقدامات تطبیق شي.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست وویل چې نوي طرزالعملونه به د سینايي د ټاپو وزمي په سیمه کې پر لسو هوايي ډګرونو تطبیق ښي.

ښاغلي ایرنست وویل چې دغه هوايي ډګرونه د مخه لا د امریکا سره همکاري لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *