كونړماڼوګي كې پر امنيتي پوسته د مخالفينو بريدکړی

كونړ ماڼوګي كې پر امنيتي پوسته د مخالفينو بريد، يو ماشوم ټپي د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې چارواکي یې له امله د یو ماشوم د ټپي کیدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، وسله والو پرون د دوی پر یوه پوسته برید کړی و.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عامه اړیکو مسول ډګروال محمد نعمان هاتفي وویل، مخالفينو د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ (سندرۍ) سیمه کې د دوی پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ: ((د وسله والو په برید کې یو ۷ کلن ماشوم ټپي شوی، چې وروسته بیا امنیتي ځواکونو د اسعد اباد روغتون ته انتقال کړی.))

ډګروال هاتفي وایي، په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او وسله وال بریدګر یې پر شا تګ ته اړ کړي دي.

د ملي اردو یاد چارواکی وايي، وسله والو په سیمه کې دوه ماینونه هم ځای پرځای کړي وو؛ خو له کوم زیات پرته د ملي اردو سرتیرو لخوا له منځه یووړل شول.

بلخوا د د دولت مخالفينو په دې اړه کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *