د ملا داد الله او ملا منصور ډلو په جګړه کې ۳۰ تنه ووژل

د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له رامنځته کېدو او په دوو ډلو له ویشل کېدو وروسته دغو ډلو په لومړي ځل د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې خپل منځي جګړه پېل کړې ده.

د را رسېدلي راپورونو له مخې په دې لومړۍ جګړه کې، چې د ملا داد الله منصور او اختر محمد منصور د وسله والو پلویانو ترمنځ پېښه شوې، له دواړو خواو ۳۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ( شنبه) وویل، چې دغې دواړو ډلو تېره شپه د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې له دې کبله په خپل منځي جګړه پېل کړی، چې دواړو ډلو په سیمه کې د واک غوښتنه کوله.

د والي ویاند د جګړې په ډګرکې د طالب ډلو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښايي، خو زیاتوي، چې د دواړو ډلو ترمنځ جګړې ډير وخت نیولی.

خو په زابل کې بیا نور امنيتي چارواکي د دې جګړې خواوې طالب او داعش وسله وال یادوي او زیاتوي، چې د تېرې شپې نښته د داعش او طالب وسله والو تر منځ وه.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وویل، په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې داعش پلوو او طالبانو په یو بل بریدونه کړي دي.

دغه استخباراتي چارواکی وايي، چې په جګړه کې د دواو ډلو له لورې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي او یو شمېر نور یې ټپیان دي.

د امنیت امر وايي، د دواړو ډلو ترمنځ د جګړې علت معلوم نه دی خو د سیمو د نېولو پر سر رقابت د جګړې د پېل سبب کیدلی شي.

که څه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ د ملا داد الله منصور او ملا رسول په مشرۍ د طالبانو یوې ډلې له ملا اختر محمد منصور سره « چې د ملا عمر د مړېنې له افشا کېدو وروسته د دغې ډلې مشر ونومول شو» د خپلو اړیکو د پرې کېدو اعلان وکړ او هغه یې د طالب مشرانو په وژنو تورن کړ.

همدا ډول ملا رسول په خپلو خبرو کې زیاته کړې وه، چې ملا اختر محمد منصور د خپل واک له پاره ډير طالب مشران د سیمې د هېوادونو د استخباراتو په لاس کې ورکړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د جدا شوو دوه طالب ډلو ترمنځ د جګړې د پېل خبر ورکول کيږي. له دې وړاندې په هلمند، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د داعش پلوه وسله والو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو خبرونه ورکړل شوي وو، چې دواړو ډلو ته په کې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *