د عامو افغانانو د بېوزلۍ کچې کې بدلون نه دی

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي چې د افغانستان ۳۶ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي په تېرو کلونو کې د نړیوالو مرستو او له نسبي اقتصادي پرمختګ سره هم د عامو وګړو د بېوزلۍ کچې کې بدلون نه دی راغلی.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد په افغانستان کې د بیوزلۍ د وضیعت ارزونې په اړه دویم کنفرانس ته وویل، چې اوس هم د افغانستان د نفوس له دریو نه یوه برخه یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوندي کوي.

ښاغلي مراد وویل چې د بېوزلۍ لپاره پالیسۍ به د تېرو کلونو د بېوزلۍ د وضیعت د راپور پر بنسټ جوړوي.

احمدشاه انګار له کابله په خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي چې د افغانستان ۳۶ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د نړیوالو اصولو له مخې هر کس چې ورځنی عاید يې تر یوه امریکايي ډالر یا ۶۰ افغانيو ټیټ وي، دبېوزلۍ تر کرښې لاندې دی. د دې سروې پر بنسټ چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کي شوې په هرو درېیو افغانانو کې یو يې بېوزله دی.

دغه وزارت وايي، چې که څه هم په اوسط ډول افغانستان ۹،۶ سلنه اقتصادي وده کړې خو بیا هم دغه هېواد کې د بیوزلۍ کچې کې کوم پام وړ بدلون نه دی راغلی.

د بیوزلۍ د نه کمښت اصلي دلیل د نابرابرۍ ډېروالي، ټولنیزو او تعلیمي خدمتونو ته نه لاسرسي، طبیعي پېښې، د امنیت نشتوالی ، غرنۍ سیمې، په للمې کرنو تکیه او د پانګي اچوونې نا منظم بهیر دی عبدالستار مراد

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وايي، چې اقتصادي پرمختګ ته په کتو سره د بیوزلۍ د نه کمښت اصلي دلیل د نابرابرۍ ډېروالی، ټولنیزو او تعلیمي خدمتونو ته نه لاسرسی، طبیعي پېښې، د امنیت نشتوالی، غرنۍ سیمې، په للمي کرنو تکیه او د پانګي اچوونې نا منظم بهیر دی.

هغه وايي دغه موده کې د خدمتي سکتور نژدې ۸۰ سلنه کارونه پر ورځني بنسټ شوي وو.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر استازی رابرټ جیسان بیا وايي، بیوزلي د افغان حکومت پر وړاندې له پرتو مهمو ننګونو نه یوه ده، چې وايي دغه سروې افغان حکومت او نړیوال بانک ته کافي معلومات په لاس ورکوي چې له بیوزلۍ سره په ګټوره توګه مبارزه وکړي.

د افغان حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله بیا غوڼدي ته وویل چې د حکومت په پروګرامونو کې هم ستونزه وه، ځکه وايي پالیسۍ د کاغذ پر مخ جوړې شوې، خو په عمل کي پلي شوې نه دي.

دغه درې کاله پخوانی رپوټ ښيي چې په ۲۰۰۷ ، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ ، ۲۰۱۲ کلونو کي اقتصادي پرمختګ د بیوزلۍ په کمولو کي رول نه دی لوبولی، ځکه وايي په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د بیوزلۍ کچه ۳۶ سلنه وه ، چې وايي په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې هم دغه کچه پر خپل ځای پاتې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *