د داعش ډلې وسله والو اووه ير غمل شوي کسان وژلي

دغه کسان له هرات ولايت څخه کابل ته روان وو چې د وسله والو له خوا وتښتول شول او ۱۹ تنه يې بيا وروسته ازاد شول

د افغانستان جنوب زابل ولايت ځايي چارواکي وايي تېره شپه له “اسلامي دولت” ډلې (داعش) سره تړلو وسله والو اووه تنه يرغمل شوي هزاره ګان وژلي دي.

د زابل ولايت امنيتي مشر غلام جيلاني فراهي بي بي سي ته ويلي چې تېره شپه د طالبانو او اسلامي دولت ډلې تر منځ جګړې وروسته د ازبک جنګياليو له خوا د دغو تښتول شويو کسانو سرونه پرې شوي دي.

ښاغلي فراهي زياته کړه په اوو وژل شويو کسانو کې درې ښځې او څلور نارينه دي چې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

ځايي سرچينو تېره ورځ شنبې (۷ نومبر) ويلي وو، چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور او د منصور داد الله د پلویانو تر منځ جګړه شوې وه.

ځايي چارواکي وايي په دغه جګړه کې ازبک جنګيالي هم د منصور داد الله پر ملاتړ جنګېدلي دي.

دغه جګړه د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې پېښه شوې ده، ښاغلی فراهي وايي د اسلامي دولت ډلې جنګيالي له سيمې غرونو ته تښتېدلي دي.

ويل کېږي د وژل شويو کسانو مړي د خپلوانو له خوا د شاه جوی ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د شاه جوی ولسوال هم بي بي سي ته ویلي، يرغمل شوي کسان وړاندې په ارغنداب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې له خوا ساتل کېدل.

د ځايي سرچينو په وينا تښتول شوي کسان د اسلامي دولت ډلې د ازبکستاني جنګياليو له خوا وژل شوي.

۳۱ کسان د ۱۳۹۳ کال د کب پر څلورمه نېټه د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.

دغه کسان له هرات ولايت څخه کابل ته روان وو چې د وسله والو له خوا وتښتول شول او ۱۹ تنه يې بيا وروسته ازاد شول.

څه موده وروسته وسله والو څلور ولسي وګړي د غزني له ګيلان ولسوالۍ وتښتول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *