د امریکا د کانګرس غړې افغان جګړه خپله جګړه بولي

کانګرس د دغه څلور کسیز پلاوي مشري په بهرنۍ کمېټې کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د برخې مشره الیانا روس لتینین کوي. کانګرس د دغه څلور کسیز پلاوي مشري په بهرنۍ کمېټې کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د برخې مشره الیانا روس لتینین کوي.

د امریکا د کانګرس یو پلاوی وايي په افغانستان کې روان جنګ د امریکا جنګ هم دی او امریکا به له دغه هېواد سره خپلې مرستې همداسې روانې ساتي.

د کانګرس د دغه څلور کسیز پلاوي مشري په بهرنۍ کمېټې کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د برخې مشره الیانا روس لتینین کوي.

مېرمن لتینن اجرایي ریس عبدالله عبدالله سره په خبرو کې د افغانستان او امریکا پر ګډې همکارۍ ټېنګار وکړ.

هغې ژمنه وکړه چې امریکا به افغانستان یوازې پرېنږدي “موږ له ډېره وخته ښه روابط لرو او هیله مند یو چې دغه اړیکي د نورو ډېرو کلونو لپاره همداسې روانې وې. په افغانستان کې روان جنګ زموږ خپل جنګ هم دی”.

مېرمن لتینن هيله وښوده چې د کابل-واشنګټن روابط لا پسې غښتلي شي.

ښاغلي عبدالله چې د امریکا د کانګرس له دغه پلاوي سره په ګډ کنفرانس کې غږیده، له افغانانو سره د امریکا له مرستو مننه وکړه.

نوموړي وویل “د میلیونونو انسانانو ژوند بدل شوی او ښه شوی دی؛ ستاسو له مرستو مننه، د افغانستان خلک ستاسو منندوی دي او دغه سفر ستاسو د مرستو د دوام یوه بېلګه ده”.

امریکا د افغانستان له سترو متحدینو څخه بلل کیږي چې، په اقتصادي برخو کې پر مرستو سربېره د افغان ځواکونو په ترتیب، تجهیز او وسله والو کولو کې هم مهم رول لري.

کابل- واشنګټن تېر کال یو لوی امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې به يې امریکا له افغانستان سره خپلې پوځي او ناپوځي مرستې روانې ساتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *