روسيي د مصر په کرښه خپلي الوتني ځنډولې دي له کله چي ويل شوي په مصر کي روسيي الوتکه د تخنيکي ستونزي له امله نه ده نسکوره شوي روسيي دا پريکړه کړې ده له امريکا و بريتانيا وروسته فرانسي هم ويلي چي دا روسيي الوتکه د ترهگريز بريد له کبله نسکوره شوي ده د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین، پّ مصر کې د روسي الوتکې د نسکوریدو په هکله د څیړنو تر بشپړیدو د مصر په کرښه د الوتنو د بندیز حکم کړی دی. دا روسیې الوتکه تیره اونۍ د مصر سینا په سیمه کې نسکوره او دوه سوه څلور ویشت سپرلی یې وژل شوي دي. تر اوسه ددې پیښې اصلي لامل نه دی روښانه خو مخکې له دې د امریکا او بریتانیا امنیتي سرچینو ویلي وو کیدای شي دا الوتکه د بمې چاودنې له کبله نسکوره شوې وي. د فرانسې خبري آژانس هم ددې هیواد د چارواکیو له خولې لیکلي کیدای شي دا اولوتکه د تخنیکي ستونزې له امله نه بلکې د ترهګریزې کړنې له مخې نسکوره شوې وي. بله خوا د روسیی هوایی کرښو د امنیتی چوپړتیا ریس تیره ورځ په یوه خبرې ناسته کې ویلي د ولسمشر په حکم سره مصر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي. الکساندر بورتنيکوف – ” زما په آند دا به ښه لاره وي چې د نسکورې شوې الوتکې د څیړنې تر پآیلې مصر ته د ټولو روسي الوتکو الوتنې وځنډوو. دا پریکړه لومړی په ګرځنډویه الوتنو لګول کیږي او دا هم اړینه ده چې په دې هکله له مصري چارواکیو څخه فعاله څیړنو د همکاری غوښتنه وکړو.” مصر ته د روسي الوتکو ځنډول په داسې حال کې دي چې اوس مهال پنځه څلویښت زره روسي ګرځندویان د نورې نړۍ د لسګونه زره سیلانیانو سره یوځای په مصر کې شتون لري. له دې سره یو شمیر نورو هیوادونو هم د مصر شرم الشیخ ته پر الوتنو بندیز لګولی دی. مصر د ګرځندویه په برخه کې ښه عواید تر لاسه کوي او پر دې هیواد د الوتنو بندیز لګول به ددوی اقتصاد ته لوی زیان وي. همدارنګه د روسیې د ګرځندویې ادارې ریس ویلي مصر ته پر الوتنو بندیز په دې مانا نه دی چې په الوتکه د بم ایښودلو د خبر پخلی شوی دی. روسي او مصري ځواکونو تر اوسه د داعش هغه ادعا چې ګواکې الوتکه ددوی له لوري نسکوره شوي رد کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *