د يمن په صنعا ښار کي په زرگونه کسانو د ايتلاف د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر وړاندې لاريون کړی دي لاريون کونکو د عربستان او ددوی د نورو ملگرو بريدونه غندلي او اسرايلي رژيم يي هم له ايتلافه په ملاتړ تورن کړی دی

د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په لړکې په زرګونه یمنیانو ددې هیواد په پلازمینه کې لاس په لاریون پورې کړی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي او د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه د روان کال د مارچ په میاشت کې پیل شول چې تر اوسه یې د ملګرو ملتونو له لوري مالوماتو له مخې پنځه زره شبږ سوه کسان وژل شوي او په لسګونه زره نور ټپیان دي.

د تیرې ورځې لاریونونه د روستیو بریدونو په ځانګړې توګه د بندري باب المندب په ښآر د بریدونو په تړاو تر سره شوي دي.

لاریون کونکو په ډې بریدونو کې اسرایل هم د ایتلاف ملاتړی ښودلی دی

” مونږ د باب المندب د ساتلو لپاره چې زمونږ د هیواد یو مهم بندري ښآر دی لاریون کړی دی مونږږ اسرایلو ته وایي چې تاسو به هیڅکله ددې ښآر د تر لاسه کولو لپاره بریالی نشي. یمن د اسرایلو او د عربستان د ملګرو هیوادونو لپاره له کنتروله وتلی دی.”

بندر باب‌المندب، په تنگه باب المندب، پیژندل کیږي او له دې لارې لویدیځو او نورو هیوادونو ته د تیلو رسولو مهمه لاره ده

د امریکا د انرژی ادارې د مالوماتو له مخې پّ دوه زره دیارلسم کال کې هره ورځ له دې شل کیلو متري تنګي څخه درې نیم میلیونه بشکې تیل لیږدول کیدل . پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف بریدونه اوه میاشتې وړاندې پیل شوي او ملګرو ملتونو ددې هیواد حالات کړکیچن ښودلي او د جګړې پر بندیدو یې ټینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *