Chinese President Xi Jinping (center right) with Afghan President Ashraf Ghani (center left) attend a signing ceremony at the Great Hall of the People on October 28, 2014 in Beijing, China.

تحلیل (څیړنه): له چین هیواد څخه د افغانستان هیلې

د تیري اونۍ سه شنبه په ورځ نیمه رخصتي وه. ولسمشرۍ ماڼې ته ټولې لارې بندې شوې وې او ښار د نورو ورځو په پرتله تر ډیره پوځي څیره خپله کړې وه. په دې ورځ ولسمشر محمد اشرف غني له چینه یو میلمه درلود نو له دې مخې یې اامینتي چمتوالي ته څو برابره زور ورکړی وو. د چین مرستیال ولسمشر کابل ته راغلی وو ترڅو له ولسمشر سره د امنیت سوداګري او حتی د پخلاینې د بهیر په هکله خبرې وکړي. په ملي یوالي حکومت کې د ډایر او ویرې کچه لوړه ده خو افغانستان ته د چین د مرستیال ولسمشر په راتګ سره دا کچه نوره هم لوړه شوه او دا لیدنه د افغان امنیتي ځواکونو په کلکه کلابندی کې تر سره شوې ده.

د چین مرستیال ولسمشر کابل ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې په کابل کې به د اوسیدنې لس زره کورونه جوړوي او ټاکل شوې دا کورونه د امینتي وژل شوی سرتیریو کورنو ته ورکړل شي او له دې وروسته به د ملکي خدماتو پر کارکونکو وویشل شي د کابل دروازې به په داسې سکن چې چاودیدونکي توکي په داګه کوي سنبال شي او له دې سره به د سوداګری په برخه کې هم پرمختګ وشي. کابل ته د ښاغلي چاو د سفر موخه همدا وه. هغه څه چې رسانه یي شول روښانه نتیجه یې درلوده همدا مسله وه خو د افغانستان په هکله لید چینایانو ته ورګرځي او افغان حکومت له دی سفره ډیره هیله لري.

افغانستان د شانګهای امنیتي سیمه کې شتون لري ا د چین ګاونډی هیواد دی. چین هیڅه کوي ترڅو سیمې پالنې او یوې داسې سیمې ته لاس رسۍ پیدا کړې چې ځانګړې وي او د شانګهای سازمان نږدې د همدي موخې لپاره فعالیت او کار کوي. چین د افغانستان لید هم امنیتي دی افغانستان له پکنګه غواړي ترڅو د افغان سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړي او چین له پاکستان سره ښې اړیکې لري. دواړه هیوادونه چین او پاکستان دواړه په ګډه سیمه ایز سیال لري چې هغه هند دی او ددې سیالی له امله د چین او پاکستان ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې   او دواړه هیوادونه یې په سیمه کې یو کړي دي. چین تر ټولو لویه پانګونه د آسیا په سویل کې په پاکستان کې کړي ده او په پاکستان کې د چین له پنځوسو میلیاردو ډالرو د ډیر لګښت پروژې په دې هیواد کې د بشپړیدو په حال کې دي. دا دوه هیوادونه له یوه بل سره په پوځي برخه او د وسلو په راکړه وکړه کې هم سترې اړیکې لري او پآکستان له اوږدې مودې راهیسې د چین له کمونیست حکومت سره پوځي اړیکې لري چې په سیمه کې نږدې بسیاري ښودل شوي دي.

په پاکستان کې د چین نفوذ د پانګونې اړخونو ته په کتو سره ډیر دي او په دې ډول په پوځي برخه کې هم نږدې اړیکي لري چې ددې اړیکو کچه ډیره لوړه ده. دا اړیکې ترهغې کچې لوړې دي په پاکستان کې بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوي او پاکستانیانو یې ټوټي او غورځیدلې الوتکه چین ته وسپارله دا هغه الوتکه وه چې رادار یې نه شي پيژندلی دا الوتکه ځکه چین ته وسپارل شوه ترڅو ددې ډول الوتکې د جوړولو هڅه وکړي د پآکستان او چین اړیکې کله ناکله د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل هم شوې دي.

اوس افغانستان دې نفوذ ته زړه ښه کړی. افغان حکومت له چینایانو غواړي ترڅو دوی پر اسلام اباد فشار راوړي ترڅو اسلام آباد اړ کړي چې پر طالبانو فشار راوړي او له افغان دولت سره خبرو ته یي کښینوي. کاب په دې پوهیږي چې له دوی سره د ا فغانستان اړیکي چیني دي او د اسلام آباد او پکنګ اړیکو ته نشي رسیدلی او افغانستان نشي کولای د چین لپاره د پاکستان ځای ناستی شي. د چین لپاره د پاکستان ملګرتیا د افغانستان د ملګرتیا په پرتله ډیر اهمیت لري او دا ټکی افغان حکومت درک کړی او منلی یې دی. د افغانستان یواځینی تمه داده چې ترهګری له امله چې کولای شي یوه مهال د چین لپاره هم ستونزې رامنځ ته کړي له دې هیواد سره د اړیکې ټینګې کړي او له چین څخه وغواړي ترڅو د ترهګری په له منځه وړلو کې پر پاکستان فشار راوړي او دا هیواد اړ کړي چې له ترهګریزو ډلو سره له همکاری او مرستیې لاس واخلي.

د چین د بهرني سیاست د موخو د څیړنې له مخې له چین څخه د افغان هیله او تمه د خوش باوری له مخې نه ده بلکې دا برخه د چین په بهرني سیاست کې ځای لري او ملاتړ یې کیږي.

د چین تیری موخې او ستراتیژی ددې ښکارندویي کوي چې کمونیست حکومت په خپل شپږ لسیزه عمر کې په خپل بهرني سیاست کې ډير له احتیاطه کار اخستی دی. چین نور د تیر په څیر ګام نه پورته کوي. چینایانو نور له محدودې مشری او اقتدار پالنې البته کاریزماتیک مایو څخه ډیر واټن نیولی دی. مبارزې او د او د مایو په دریمې نړۍ د تکیې پر ځای د خپل بهرني سیاست په هڅه او لټه کې دي او په کراتو یې خپله ایدیولوژي به نړیوالو مسایلو کې څنډې ته کړې ده. دا ددې لامل شوې ترڅو چین اوس مهال هم په نړیوال سیاست کې له ځانه نرمښت وښيي او هغه پیښه چې په نړیوالو مسایلو کې رامنځ ته کیږي له نړیوال سیمه ایز او حتی دافغانستان د امینت لپاره یې ګته رسولې ده.

د چین حکومت اوس مهال په دریو برخو کې په بیلا بیلو مسایلو کې په امینتي حالت کې ښکیل دی. لومړی برخه یې په چین کې د کورنیو ستونزو او امنیت په برخه کې ده. په دې برخه کې چینایان له بیلتون غوښتونکو یغوریانو او تبیتیانو سره په ستونزه کې دی او له دوی سره لاس او ګریوان دی. سیمه ایزې ستونزې د چین په ګټه نه دي او اوس مهال په سیمه کې روانه بنسټپالي په هیڅ ډول سره د چین لپاره دمنلو وړ نه ده. له دې څخه د چین په سنګیانګ ایالت کې چینایي مسلمانان له حکومت سره ستونزه لري او دا د چین د کورني امنیت لپاره ګواښ رامنځ ته کولای شي اړینه داده چې د چین په یوه سیمه کې هغه ډله چې سر را پورته کوي وځپل شي ترڅو دډې هیواد په نورو سیمو کې پاڅون کونکي له سر پورته کولو ډډه وکړي.

د چین لپاره کرونی امنیت او ملي ګټې تر ټولو مهمې دي نو له دې مخې چین کولای شي پر پاکستان یو ډول فشار راوړي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د پنځه اتیا کیلو متری په اوږدوالي ګډه پوله او پّ سیمه کې د وسلې سوداګري   د پولې شاوا خواته د ترهګری تګ راتګ کولای شي چې د چین لپاره ستونزې رامنځ ته کړي او دا ګواښ د افغانستان لپاره یو ښه فورصت رامڼخ ته کړی دی.

هغه دوهمه برخه چې د چین لپاره یې ستونزې رامنځ ته کړې او دا هیواد پکې ښکیل دی له روسیې هند او ختیځې آسیا له هیوادونو سره پوله ایزې ستونزې دي. د ټایوان   هانګ کاګ مسله هم څه ناڅه د بیلتون غوښتنې دوسیه ده او چین په دې ښه پوهیږي چې په سیمه ایزو مسایلو کې له ډیریو ستونزو سره مخ دی.

چین په دې هم ښه پوهیږي چې دې ټولو ستونزو ته په سخت ځواب او ګام پورته کونې سره ځواب نشي ورکولای، له ټولو بدتره داده چې چین په سیمه کې د امریکا له ګام پورته کونې او چلندونو څخه قهر جن دی. پکنګ غواړي په سیمه کې خپلې چارې په خپله مخ ته بوځي او غواړي په خپله له خپلو ګاوندیو سره ستونزې هوارې کړي خو دا هیواد له دې امله په خپلو پلانونو کې پاتې راغلی چې امریکا د ټایوان او د چین د نورو سیالو هیوادونو په مسله کې دخیله ده او په دې برخه کې لاسوهنه کوي.

د چین دولت د شوروي له ړنګیدو او له سړې جګړې وروسته د څو اړخیزې جګړې او سیمې پالنې لپاره رامنځ ته شوی دی او اوس مهال تر ډیره د امریکا د لاسوهنې او مداخلې په مخنیوي ګټه درلودلې ده. ترڅو په چین کې رامنځ ته شوی اوسنۍ حکومت په سیمه کې د امریکا د فعالیتونو د ودې مخنیوی وکړي. په شانګهای کې له روسیې سره ایتلاف د اپک او اسه ان ادارو رامنځ ته کول د چینایانو له دې ډول برنامو او پلانونو څخه شمیرل کیږي. اوس هم چین غواړي ترڅو د سیمې د مدیریت په برخه کې رغنده رول ولوبوي او له شک پرته د افغانستان دوسیه یا مسله له ستونزو ډکه او د ډير کار وړ مسله ښودل کیږي او چینایان هم غواړي ترڅو په ډې مسله کې لوی او لوړ لاس ولري. افغانستان د شانګهای په سازمان کې غړیتوب په لور روان دی او د چین مرستیال ولسمشر هم کابل ته د سفر پر مهال د ملي یوالي حکومت له اجرایي ریس څخه وغوښتل ترڅو په چین کې د شانګهای په ناستو کې ګډون وکړي.

د شانګهای سازمان د سیمه ایزو ستونزو د مخنیوي په موخه د چین لپاره یوه وسیله ده. د چین د ملي امنیت په سند کې یاد شوي ګواښونه ډیر پیاوړي په پام کې نیول شوي دي. پولیت بورو یا د کمونیست ګوند پنځه ویشت کسیزه شورا، په دې سند کې د ملي امنیت تصویب کړی چې باید په چین کې د ګواښ برخه پیاوړې شي او دډې ګواښونو د شنډولو لپاره باید ډیرې هڅې وشي. هغه ګواښونه چې په چین کې د کمونیست حکومت   ددې هیواد ځمکنۍ بشپړتیا   سیمه ایزوجګړې پیاوړتیا او د امریکا پر وړاندې په سیمه ایزه کچه کې د چین پرمختګ ګواښي. او چین د دې ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره اړ دی ترڅو له سیمه ایزو هیوادونو سره لاس یو کړي او ددې ګواښونو ودې ته اجازه ورنکړي.

د چینایانو لپاره دریم ګواښ په نړیوالو مسایلو کې د چین له رول سره تړلی دی. پکنګ د خپلې بهرنی ستراتیژی په برخه کې هڅې کوي ترڅو دا سې یوه پالیسي رامڼخ ته کړي ترڅو دا هیواد د نړۍ د لویو هیوادونو په کړۍ کې راولي. پکنګ په خپل بهرني سیاست په ستراتیژی کې هڅه کوي ترڅو په نړیواله کچه او نړیوالو مسایلو کې ځان ته داسې یو ځای پیدا کړي چې وکولای شي د لویو هیوادونو په لیکو کې ځانګړې ځای خپل کړي او وکولای شي په نړیوالو پریکړو کې د یوه مهم هیواد په توګه وټاکي.

چینایان وایي پوځي او اقتصادي امکانات کولای شي د یوه هیواد لپاره دا ډول یوه لاره هوواره کړي او دوی دا امکانات لري خو یواځې امریکا او چاپان ددوی پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړې او لاره یې ډب کړې ده.

د چین ملي امنیت کمیسیون په ډاګه ویلي چې دوی په فعاله توګه په سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو کې ګډون ته لیواله دی. د چین ملي امنیت په سند کې چې په دوه زره دولسم کال کې رامنځ ته شوی وو پر نړیوالې سولې له سیمه ایزو هیوادونو سره پر اقتصاي او پوځي اړیکو ټینګار شوی او د چین پوځ دنده په نړیواله کچه د سولې ټینګښت ښودل شوې ده او ددوی سیمه ایزې پالیسې اوسیاست هم په دې لاره روان دی.

دا ټول امکاناتو له چین دا غواړي ترڅو په سیمه ایزو مسایلو کې لاسوهنه او مداخله وکړي او د چین بهرنی سیاست دا هیواد اړ کوي ترڅو د سیمې په امنیت اقتصادي ودې او نورو مسایلو کې رغنده رول ولوبوي.

د شانګهای، اپک، آسه آن، بریکس، سیکا په سازمانونو د ایران اټومي پلان او سوریې په مسله کې کې د چین رول په ښه توګه دا وښوده چې چینایانو د خپل سند له مخې په ښه توګه په دې سند عمل کړی او په همدي لاره روان دي او اوس غواړي د افغانستان په مسله کې هم خپل رول ولوبوي. دا له وړاندې هڅې د افغانستان د امنیت او سولې لپاره تر ډیره ګتورې دي که چیرې د نورو هیوادونو د ګتو له مخې د افغانستان د مدیریت هڅې روانې وي او دملي یوالي حکومت برخه لرونکي وکولای شي لږ او څه د بهرني سیاست یوه برخه وګرځي د هیواد لپاره به ډیر ګټور وي، خو دا هغه مهال شونې ده چې د ملي یوالي حکومت په دوه برخو کې تیر یو کلن اختلافات له منځه لاړ شي او د پخواني حکومت پر پلونو پل کښې نه ښودل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *