ترکيې له داعش ډلې سره تړلي شکمن کسان نيولي
ترکيې له داعش ډلې سره تړلي شکمن کسان نيولي
دغه عمليات او نيونې د تېرې يکشنبې ټاکنو وروسته چې د عدالت او پراختيا ګوند يې ګټوونکی و، ترسره کېږي
راپورونه وايي د ترکيې پوليسو له اسلامي دولت نومې ډلې سره تړلي ۲۰ کسان د دې هېواد په انتاليا ښار کې نيولي دي.
دغه شکمن کسان، له جي ۲۰ يا د شلو شتمنو هېوادو له غونډې څو ورځې وړاندي نيول شوي دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو له هغو مشرانو دی چې د نومبر له ۱۵ تر ۱۶ نېټې به د ترکيې انتاليا ښار په دې غونډه کې برخه اخلي.
ویل کېږي په نيول شويو کسانو کې دوه يې د روسيي دي.
د تېرې مياشتې وژونکو بمی چاودونو وروسته ترکيې پر اسلامي دولت نومې ډلې د هوايي بريدونو لړۍ تېزه کړې ده.
د ځايي رسنيو په وينا د ترهګرۍ ضد پوليسو د جمعې پر ورځ د انتاليا په دريو بېلابېلو برخو همهاله عمليات ترسره کړي او ترڅ کې يې ځينې ډيجيټل وسايل هم ترلاسه کړي دي.
د تېرو ځانمرګو بريدونو وروسته چې ويل کېږي اسلامي دولت نومې ډلې ترسره کړي، په دې هېواد کې په تاوتريخوالي کې زياتوالی راغلی دی.
د سوريې پولې سره نژدې يو بريد شوی و چې له ۳۰ زيات کوردان په کې وژل شوي وو.
همدا ډول اسلامي دولت نومي ډلې ته د تېرې مياشتې بريدونو چې له ۱۰۰ زيات کسان په کې وژل شوي وو، ګوته نيول کېږي.
دغه عمليات او نيونې د تېرې يکشنبې ټاکنو وروسته چې د عدالت او پراختيا ګوند يې ګټوونکی و، ترسره کېږي.
اردوغان له رسنيو سره ژمنه کړې وه، چې د ټولو ترهګرو ډلو، اسلامي دولت او کوردستان کارګر ګوند ياغيانو پر وړاندې به عمليات ترسره کوي.
ويل کېږي د سوريې کړکېچ او د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه به د ۲۰ شتمنو هېوادونو د خبرو په اجنډا کې وي