چين او ويتنام موافقه وکړه چې دجنوبې چين په سمندرګې کې به د سولې څخه ملاتړ کوي

د چین اوويتنام مقاماتو موافقه وکړه چې د جنوبي چين دسمندرګې د اختلاف وړ سيمو کې به د سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي.

دواړه خواوي داسي يوې موافقي ته رسيدلې کوم چې هانوی ته د چين دولسي جمهوريت صدر شی جین پینگ دسفر پر مهال په خبرواترو کې ترلاسه شوي دي. دوی همداشان موافقه وکړه چې د دسمبر په مياشت کې دبيابو د خليج په سيمه (تونکين خليج)په اوبو کې پلټني وښي اوددې ترڅنګ دسمندري ګډي همکارۍ په چوکاټ کې د خليج نه بهرد پولې د ټاکلو بهير تر سره شي.دامطلب شينهوا اژانس ورکړی دي.

د چين دسهيلې سمندرګې څخه دنړۍ يو پر دريمه سوداګرۍ مالونه تيريږي. او دساحل سره نږدي ټآپوګان دتيلو دزيرمو څخه غني دي.ددغه سيمي مختلفې برخې د چيٍن برسيره چې دمالکيت دعوی ئي کوي د «اسيان» د ټولنې غړي هېوادونه ، ويتنام، ماليزيا، فليپین هم دعوی کوي. په ۲۰۱۱ کال کې په بالې کې د چين دولسي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير او د «اسيان» دهېوادونو ترمنځ په خبرو اترو کې اصلي اصول ومنل شول چې له مخې به ئي په دغه سمندرګې کې د قوي داستفادي څخه کار نه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *