په غزني کې د ماين چاودنې ديني عالم وژلی دی

غلام جيلاني کابو شپږ کاله وړاندې د ديني موضوعاتو د خپرولو لپاره د سعادت په نوم راډيو فعاله کړه او ډېر اورېدونکي هم لري

د افغانستان په سويل غزني ولايت کې چارواکي وايي يوې بمي چاودنې د دغه ولايت يو دیني عالم غلام جيلاني عرفاني وژلی دی.

دوی وايي دغه ديني عالم د سعادت په نوم د يوې ځايي راډيو مشري پر غاړه لرله چې تر ډېره يې ديني معلومات خپرول.

چاودنه کې د ده دوه ماشومان سخت ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي غلام جيلاني عرفاني هغه مهال د مقناطيسي ماين چاودنه کې ووژل شو، چې له خپله کوره د راوتو په حال کې و.

تر اوسه پر ده د بريد انګېزه نه ده معلومه او نه هم چا پر ده د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د سيمې خلک وايي د سعادت راډيو خپرونې يوازې ديني دي او په خپرونو کې د هېڅ لوري پلوي نه کېږي.

دوی وايي راډيو نه د وسلوالو طالبانو پر ضد وه او نه يې هم په پلوۍ وه او دغه راز نه د حکومت په پلوۍ وه او نه يې پر ضد وه.

غلام جيلاني کابو شپږ کاله وړاندې د ديني موضوعاتو د خپرولو لپاره د سعادت په نوم راډيو فعاله کړه او ډېر اورېدونکي هم لري.

د غزني مرستيال والي وايي امنيتي او کشفي ارګانونه دغه موضوع څاري او د بريد انګېزه به ډېر ژر معلومه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *