روسيې، مصر ته خپلې الوتنې ځنډولې دي

روسيې له هغه وروسته چې تېره اوونۍ د دې هېواد يوه الوتکه د مصر شرم الشيخ کې راپرېوتلې وه خپلې ټولې الوتنې ځنډولې دي.

د دې تر څنګ يو شمېر نورو هېوادونو لکه جرمني، فرانسې او بلجيم هم دې هېواد ته خپلې الوتنې بندې کړې دي.

وروسته له هغه چې بريتانيا د مصر شرم الشيخ ته خپل پروازونه ودرول ډېری نورو هېوادونو هم دې ته ورته اقدام وکړ.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون ويلي، د بريتانوي وګړو ژوند ده ته لومړيتوب لري او له دې وروسته بايد شرم الشيخ ته له دواړو غاړو الوتنې ودرول شي.

همدا ډول بريتانيا به په شرم شيخ کې د دې هېواد سيلانيان هم بېرته خپل ملک ته ولېږدوي.

د تېرې شنبې په ورځ يوه روسۍ الوتکه چې ۲۲۴ کسان په کې سپاره وو، مصر کې راپرېوته او ټول سپاره کسان په کې ووژل شول.

ويل کېږي کېدای شي الوتکه د بمي چاودنې له امله راغورځېدلی وي.

له اسلامي دولت ډلې سره تړلي کسان وايي الوتکه دوی له منځه وړې ده.

تېره چهارشنبې په ټولنيزو رسنيو يو غږيز پيغام خپور شوی و، چې په سينا کې د اسلامي دولت نومې ډلې پورې اړوند کسانو ويلي، الوتکه دوی را غورځولې ده.

په پيغام کې ويل شوي “الوتکه مو د الله (ج) په مرسته وغورځوله، خو د دې اړتيا نشته چې موږ هغه ميکانيزم په ډاګه کړو چې د الوتکې د لوېدو لپاره کارېدلی دی”

تراوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی معلوم، خو له تېرې يوې مياشتې راهيسې روسيه په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي بريدونه کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *