جرمني د پناه ورکولو بهير د چټکولو اعلان کړی

د پناه ورکولو بهير له چټکېدو سره سم به اوس د پناه غوښتونکو دوسيه د مياشتو پر ځای په يوه اوونۍ کې ارزول کېږي

جرمني په کور دننه د کډوالو پر سر د راپورته شوې لانجې له هوارولو وروسته د پناه غوښتونکې په اړه خپل پلان ډاګيزه کړی دی.

د دغه پلان له مخې به کډوالو ته د پناه ورکولو بهير چټک شي.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وايي د هغو پناه غوښتونکو لپاره پنځه ځانګړي مرکزونه جوړوي، چې د منل کېدو لږ چانس لري.

جرمني تمه ښيي چې د سږکال تر وروستيو پورې به دغه هېواد ته ۸۰۰.۰۰۰ پناه غوښتونکي ورشي.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې ويلي و چې د ۲۰۱۷ کال تر وروستيو به اروپا ته تر درې ميليونو کډوال ورشي.

اروپا ته په يو ځل د دومره ډېرو کسانو ورتللو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ سياسي اختلافات رامنځته کړي.

دوی په دې سره جوړ نه راځي چې اروپا ته ورغلي کډوال څنګه په مساوي ډول ځای پر ځای کړي.

آغلې مېرکل چې پناه غوښتونکو ته د جرمني د دروازو پرانستلو پر سر تر سختو نيوکو لاندې ده وايي: ”موږ يو ښه او مهم ګام پورته کړی دی.”

په هغو پنځو مرکزونو کې چې جرمني غواړي د پناه غوښتونکو لپاره يې جوړ کړي هغه کسان به ساتل کېږي چې هېوادونه يې يو څه خوندي دي.

د پناه ورکولو بهير له چټکېدو سره سم به اوس د پناه غوښتونکو دوسيه د مياشتو پر ځای په يوه اوونۍ کې ارزول کېږي او څېړل کېږي او هغه کسان چې د خپلې دوسيې په اړه اپيل يا بيا غوښتنه کوي ښايي يوازې دوه اوونۍ نور وخت ونيسي.

د نوي پلان له مخې هغه کسان چې رد شي خپلو هېوادونو ته به بېرته ستانه کړای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *