د هيواد په بيلا بيلو برخو کي د امنيتي ځواکونو په عملياتو کي په لسگونه وسله والو مخالفينو ته مرگ ژوبله اوښتې ده همدارنگه په جوزجان ولايت کي د وسله والو طالبانو د بريد له په شا تمبولو خبر ورکړل شوی دی

له ننګرهار ولایت څخه د ریپوټونو له مخې، په دې ولایت کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه اته ویشت وسله وال مخالفین وژل شوي دي. خو امینتي سرچینو په ډې هکله ډير مالومات نه دي ورکړي. بله خوا د جوزجان امنیې قومندان فقیر محمد جوزجاني ویلي، په قوش تیپه ولسوالی کې د اردو او پولیسو پر پوستو د وسله والو برید په شا تمبول شوی دی. ده ویلي برید تیره ورځ تر سره شوی او د نن شپې تر اتو بجو یې دوام درلود. د ښاغلي جوزجاني په وینا په دې نښته کې اوه وسله وال او دوه دولتي سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. یو شمیر سیمه ایزو اوسیدونکو هم ویلي په دې نښته کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر ملکي کسان ټپیان شوي او ځینې کورنو ته زیان رسیدلی دی.

له بلې خوا په سیمه کې د ملي اردو ویاند محمد رضا رضایي ویلي په ډې نښتو کې د دولت څلور وسله وال مخالفین وژل شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *