د مصر په سينا سيمه کي روسي مساپر ليږدونکي الوتکه د بم چاودني له امله لويدلي ده

امريکايي او بريتانوي چارواکيو ويلي دا نتيجه د لومړنيو څيرنو له مخي رامنځ ته شوي خو تر اوسه په دي هکله سل په سلو کي څه نشي ويلي

امريکايي او بريتانوي چارواکيو ويلي ددوي د مالومات له مخي په هغه روسيي مساپر ليزدونکي الوتکه کي چي په مصر کي لويدلي او د دوه سوه خلور ويشتو مساپرين د مريني لامل شوه بم خاي پر خاي شوي وو خو له دي دوي وايي تر اوسه سل په سلو کي په دي داده شوي نه دي د انگلستان بهرنيو چارو وزير ويلي مونز تر يوي کچي دي پايلي ته رسيدلي يو چي کيداي شي په الوتکه کي بم خاي پر خاي شوي وي   د مصر دولت ددي الوتکي په نسکورولو کي د داعش لاس لرل رودوي خو روسيي ويلي چي تر اوسه په دي هکله د بشپرو مالوماتو تر لاسه کولو ته وخت دي

دا الوتکه د شنبه په ورخ د مصر له شرم الشيخ خخه د سن پترزبورگ په لور روانه وه چي له الوتني در ويشت دقيقي وروسته د مصر په سينا سيمه کي نسکوره شوه ددي الوتکي ديري سپرلي روسان وو. د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند تیره شپه ویلي: د تور بکس له لارې تر لاسه شوی مالومات ددې ښکارندویي کوي چې الوتکه د چاودنې له امله نسکوره شوي ده.

فليپ هاموند: ” دد لومړي وزیر په ګډون د نن شپې په ناسته کې د مصر په سینا سیمه کې مو د روسي الوتکې نسکوریدل څیړلې او کیدای شي الوتکه د چاودنې له کبله نسکوره شوې وي.”

امریکایي رسنیو هم ویلی چې د پیښې پر مهال یې د سینا په سیمه کې د چاودنې ځینې نښې لیدلي دي او کیدای شي دا په الوتکه کې د چاودنې نښې وي دوی ویلي کیدای شي دا برید ترهګریز وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *