د ترکيي اساسي قانون به په بشپړه توگه بدلون وکړي

د عدالت او پرمختيا گوند د يکشنبه ورځې په پارلماني ټاکنو کي غوڅ اکثريت تر لاسه کړی او په دي هکله يي خبري پيل کړې دي د ولسمشر وياند ويلي ښاغلي اردوغان په دي هکله د گوندونو له مشرانو سره خبري کړې او دا بهير اوس هم روان دي

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم الجزیرې ټلویزیوني شبکې ته ویلي: د عدالت او پرمختګ ګوند مشران چې اردغان هم پکې راځي غواړي د ترکیې اساسي قانون ته بدلون ورکړي. دا ګوند د یکشنبه ورځې په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو خو د اساسي قانون دبدلون لپاره یې بشپړې ځوکی چې درې سوه ددیرش دي نه دي تر لاسه کړې. اردوغان هم تیره ورځ وویل: دی په اساسي قانون کې د سمون رامنځ ته کولو غوښتونکی دی او په دې هکله یې د خپل ګوند مشر احمد داود اغلو سره هم خبرې کړي دي.

رجيب طيب اردوغان ” زه فکر کوم کله چې پارلمان په رسمي توګه په کار پیل وکړ ټول ګوندونه به د اساسي قانون د بدلون لپاره د زړه له کومې کار وکړي ما په دې هکله له لومړي وزیر احمد داود اغلو سره خبرې کړې او ویلي یې دي چې له مخالفینو سره به په دې تړاو خبرې وکړي.” کليپ ۱

د ترکیې اوسنۍ اساسي قانون په نولس سوه اتیایم کال کې تصویب شو او تر اوسه څو ځله په ډې قانون کې سمون رامنځ ته شوی دی خو په اساسي قانون کې د عدالت او پرمختیا ګوند موخه له پارلماني نظام څخه دددې هیواد ریاستي نظام ته اړول ده. د ولسمشر ویاند ویلي چې دا کار به د ټول پوښتنې له لارې وکړي. ابراهیم کالین ویلي: ریاستي نظام بدلون به دډې لامل شي چې ولسمشر به ډیر واک ولري او له اروپایي ټولنې سره ددې هیواد یوځای کیدلو به لاره هواره شي. اردوغان م تیره ورځ له هغه سیاسي ګوندونو چې پآرلمان ته یې لاره پیدا کړې غوښتي ترڅو د اساسي قانون په سمون کې له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *