په يوه اونۍ کې دا دوهمه الوتکه ده چې په افريقا کې لويږي

په جنوبي سودان کې An-12 الوتکه غورځيدلي ده. په جنوبې سودان کې دچهارشنبي په سهار ترانسپورتي الوتکه An-12 وغورځېده

دلومړنيو معلوماتوپر بنسټ الوتکه هواته د پورته کېدو پر وخت دالوتکې د ځغاستي له کرښې څخه د ۸۰۰ مترو په واټن وغورځيده.دورستيو معلوماتو پر اساس په دغه الوتکه کې ۱۲ مساپر او ۶ تنه عمله موجود ول. چې ددغو کسانو له جملې څخه ۵ تنه دارمنستان اويو تن روسي و.

تر دې مخکې دروانې اونۍ په پیل کې دشنبي په ورځ دافريقا په شمال کې روسيي مساپر وړونکې الوتکه ايربوس —۳۲۱ راولويده. دغه الوتکه دمصر د شرم الشیخ څخه د روسيي دسانکت پيتربورګ پر لور روانه وه. په دغه الوتکه کې ۲۱۷ مساپر او ۷ دالوتکې عمله سپاره وو، چې ټول ووژل شول.

.لکه چې دحنوبي سودان دولسمشر استازی وايي چې په An-12 الوتکه کې دروسيي وګړی په ګدون ۱۸ تنه ول. چې درې تنه ژوندې پاتې شوي دي اوهغه ټول د جنوبي سودان اتباع دي د سودان د ولسمشر استازي زياته کړه چې دغه الوتکه په خايي هوايي شرکت Allied Services Limited پورې اړه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *