هرات کې د زعفرانو نندارتون

د هرات سیمه ییز چارواکي او د زعفرانو د تولید خصوصي شرکتونو مشران تمه لري، چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو د لار موندنی زمینه برابره شي.

هرات کې د زعفرانو ګل په جشن کې د زعفرانو بېلګی نندارې ته وړاندې شوې او سندرغاړو کروند ګر په سندرو وهڅول.

د اټکلونو له مخی، سږ کال به په هرات کې څه باندې ۴ ټنه زعفران تولید شی. هرات په تېره یوه لسیزه کې د زعفرانو د کښت په ډګر کې پام وړ پرمختګ کړی او ۲۰ نورو ولایتونو ته یې هم د زعفرانو پياز لیږلي دي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي، چې زعفران د کوکنارو د بدیل کښت په توګه دود کړي.

د هرات سیمه ییز چارواکي او د زعفرانو د تولید خصوصي شرکتونو مشران تمه لري، چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو د لار موندنی زمینه برابره شي. د افغانستان حکومت هڅه کوي، چې زعفران د کوکنارو د بدیل کښت په توګه دود کړي

د هرات د کرهڼې ادارې مشر فقیر احمد بیانګر وايي:

” موږ تمه لرو چی سږ کال به په هرات کې څه باندې څلور ټنه زعفران تولید شی. موږ د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم میلمانه رابللي او دا جشن به ترسره کړو.

زموږ یو هدف دا دی چې د هرات ظرفیتونه نورو ته وروپيژنو او د هرات کروندګر وستایو، دا به د دې سبب شي چې په هرات کې د زعفرانو اقتصادي اهمیت باندې ټول پوه شي او د دی سبب شی چې په راتلونکي کې په بشپړ توګه زعفران د تریاکو ځای ونیسي” زعفران چې د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د دارو درملو په جوړیدو کې ورڅخه ګټه پورته کېږی په نړۍ کې تود بازار لري

زعفران چې د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د دارو درملو په جوړیدو کې ورڅخه ګټه پورته کېږی په نړۍ کې تود بازار لري. اوس مهال په هېواد کې دننه یوه کیلو زعفران د څه باندې سل زره افغانیو بدل کې پلورل کېږي. ارباب انور له هغو کروندګرو یو دی چی مخکی یی کوکنار کرل:

” کوکنار خو حرام کښت دی. مخکی موږ هم کوکنار کرل، خو و مو لیدل چې ګڼ شمېر خلک په نشه روږدي شول. ټول مو له منځه یووړل. زه په خپل کلي کې لومړی کس وم چی زعفران مې وکرل. د زعفرانو عواید خورا ډېر دي. اوس یوه کیلو په ۱۳۰ زره افغانۍ خرڅیږي”

د اټکلونو له مخی، سږ کال به په هرات کې څه باندې ۴ ټنه زعفران تولید شی

د افغانستان د زعفرانو کیفیت یا څرنګوالی د نړۍ په کچه نوم لري خو د افغانستان د زعفرانو تولیدونکو د ټولنې مشر بشیر احمد رشیدي وایي تراوسه په معیاری ډول او په پراخه کچه یې بهر ته د صادروولو زمینه نه ده برابره شوې:

” له ټولو هیلو او پرمختګونو سره سره بیا هم وینو چې افغانستان تراوسه یو معیاری لابراتوار نه لري او هېڅ شرکت نه شي کولی چې د افغانستان د زعفرانو کیفیت تصدیق کړي. دا زموږ ضعف دی. موږ اوس د افغانستان له خوا داسې تصدیق نه لرو چې د افغانستان د زعفرانو کیفیت تثبیت کړي”

د زعفرانو کښت اسان وي، ځکه اوبه لږ غواړي او یوځل یې چې پیاز وکرل شي، څو کاله پرلپسې محصول ورڅخه ټولیدلی شي. هرات کې اوس شاوخوا ۳۰ ټولنې او شل شرکتونه د زعفرانو په تولید او پروسس بوخت دي. سږ کال نږدې ۱۴۰ ټنه د زعفرانو پياز له هراته د افغانستان نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *