لاهور کې د یوې فابریکې نړېدو ۱۰ کسان وژلي

ویل کېږي چې د پېښې پر مهال ګڼ شمېر کارکوونکي د فابریکې په ودانۍ کې دننه و

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یوې فابریکې ودانۍ نړېدو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې د ژغورونکې ډلې یوه غړي ویلي چې دغه پېښه د لاهور ښار په سوداګریزه سیمه سندر انډسټریل اسټیټ کې پېښه شوې.

له پېښې سملاسي وروسته د ژغورنې او روغتیایي ډلې د پېښې سیمې ته ورسېدې.

د پاکستان حکومت د دغې پېښې د څېړنې امر کړی.

ویل کېږي چې د پېښې پر مهال ګڼ شمېر کارکوونکي د فابریکې په ودانۍ کې دننه و او ډېر یې اوس هم د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو لاندې ایسار پاتې دي.

په سیمه کې موجودو چارواکو ویلي چې تر اوسه یې د ودانۍ له کنډوالې د لسو کسانو مړي او ۳۷ نور ټپیان را ایستلي دي.

د کنډوالو او غټو ډبرو لرې کولو لپاره د پېښې سیمې ته درانه ماشینونه وربلل شوي.

په دغه درې منزله ودانۍ کې د پلاستیک جوړولو فابریکه ودانه وه او د ځایي خلکو په وینا په وروستۍ زلزله کې ودانۍ ته یو څه زیان ور رسېدلی و.

په لاهور کې تر دې وړاندې هم لرغونې او زړې ودانۍ نړېدلي او لسګونه کسان یې وژلي دي.

په ۲۰۱۲ کال کې د لاهور په ګنجان اباد سیمه کې د یوې ودانۍ نړېدو په پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي و او تېر کال د دروغه والا سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د ودانۍ نړېدو په پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *