روسیه وایي، که افغانستان وغواړي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې همکاري کوو

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکسندر مانتیتڅکي په یوه خبري غونډه کې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه ته ویلي،که چېرې د افغانستان دولت وغواړي، نو مسکو په افغانستان کې د سخت دریځو پروړاندې همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي مانتیتڅکي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري دوام لري او باید په ډاګه شي چې افغانستان په کومو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

وړاندې، د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له روسیې غوښتي وو چې د “اسلامي دولت” سخت دریځې ډلې پر وړاندې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

روسیې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د مبارزې ملاتړ کړی، خو په تېرو څوارلسو کلونو کې یې په دې دې هېواد کې له پوځي حضوره ډډه کړې وه.

په ۲۰۱۰ کال، د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د ځینو فابریکو د تخریب په چاره کې د روسي ځواکونو له ګډون پرده پورته شوه، چې د هغه وخت افغان ولسمشر حامد کرزي سختې نیوکې پرې وکړې.

د افغانستان دولت ویلي، روسي ځواکونه د افغان چارواکو له خبرولو پرته په دې هېواد کې عملیات کړي، همدا وو چې د ناټو ځواکونو پر قومندانۍ هم سختې نیوکې وشوې.

پر همدې مهال، روسیې په تېرو څوارلسو کلونو کې له ناټو سره په هوکړې، افغان ځواکونو ته ځینې تجهیزات ورکړي.

د روسي سفیر په وینا، تر اوسه د روسیې ۷۳ چورلکې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

ښاغلي مانتیتڅکي خبریالانو ته دا هم وویل، که څه هم په تېرو څوارلسو کلونو کې افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو له حضور سره سره، په دې هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې، او روسیه اندېښنه لری چې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو په بشپړې وتنې سره به وضعیت لا ډېر کړکېچن شي.

تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اندېښنه ښودلې وه، چې ګني د افغانستان د ناامنیو لمن به د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم وغځېږي.

پوتین دا خبرې قزاقستان کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړې وې.

ښاغلي پوتین ویلي، د افغانستان وضعیت رښتیا هم د لا ډېرې کړکېچن کېدو پر خوا روان دی، او د منځنۍ آسیا هېوادونو له مشرانو یې غوښتي وو چې په ګډو هڅو سره د افغانستان له پولو دغو هېوادونو ته د “اسلامي دولت” د جنګیالیو د اوښتو مخه ونیسي.

امکان لري چې دغه هېواد یوځل بیا د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې کنټرول په بشپړه توګه د خپلو سرحدي ځواکونو په واک کې ورکړي.

د پخواني شوروي هېوادونو پرېکړه کړې، چې یو ګډ دفاعي مرکز جوړ کړي، چې د کړکېچ د پراخیدو په صورت کې یې مخنیوی وکولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *