د کندوز تښتیدلي بندیان، چې په خوښه زندان ته ستانه شول

طالبانو د کندوز ښار له نیولو وروسته له زندان نه ۶۰۲ بندیان خوشي کړل

په تېره یوه میاشت کې، له کندوز ښاره د جنګ جګړو او تاوتریخوالو خبرونه ورکړل شوي، خو په دې ښار کې داسې کار هم شوی چې په نوره نړۍ کې کم لیدل کېږي.

طالبانو پر کندوز ښار له برید وروسته تر شپږو سوو ډېر بندیان خوشي کړل، اوس دوولس مخکیني بندیان دغه زندان ته پخپله خوښه بېرته ستانه شوي او نور د زندان له چارواکو سره په اړیکه کې دي چې غواړي ورستانه شي.

دغه زندان د طالبانو د برید اصلي موخه و، او طالبانو د ښار تر کنټرول وروسته خپل ملګري او نور ناپېژندلي ۶۰۲ بندیان خوشي کړل.

پر زندان د طالبانو د برید لومړنۍ لګېدلې مرمې له ورایه ښکاري.

د کندوز د زندان مشر محمد اسلم کوهستاني له زندان نه د بندیانو د وتلو د وروستۍ شېبې په اړه وویل: “له زندان نه هغه مهال ووتلو چې د ښار منځ کې هېڅ ځواک موجود نه و.”

دی وايي، داسې فرصت یې ونه موند چې خپل توکي راغونډ کړي: “دښمن له څو خواوو بریدونه وکړل، او د زندان له شا نه چې باغ او کورونه دي، لارې بندې کړې وې، موږ کلابند وو او په پای کې له برید کوونکو سره په جګړه کې وتوانېدو چې له زندان نه بهر ووځو”.

افغان ځواکونو چې ښار بېرته ونیو، زندان کې هېڅ نه وو.

خو له زندان ماتېدا څو ورځې وروسته ځینو بندیانو د زندان له چارواکو سره اړیکه ونیوه چې ګني د خپل بند تېرولو لپاره بېرته زندان ته ستنېدل غواړي، چې بیا په قانوني ډول له زندان خوشي شي.

اوس د زندان خاموشي یوڅه ماته شوې ده، او ځینې داوطلبه بندیان زندان ته ستانه شوي دي.

پنځوس کلن محمد زلمی له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی و. خوشي کېدو ته یې یوه شپه پاتې و چې چې زندان د طالبانو لاس ته ولوېد.

دی وايي، له طالبانو سره د همکارۍ تور بابیزه خبرې وې، چې دی یې له کبله یو کال او شپږ میاشتې زندانی شو: “د تېښتې زمینه برابره شوه، خو له قانون نه مې سرغړونه ونه کړه، راستون شوم او اوس غواړم په سپینه ږیره په آزادانه ډول خپل کور ته ستون شم”.

کله چې زه زندان ته ننوتم، د ښاغلي زلمي مدافع وکیل د هغه د خوشي کولو دوسیه له محکمې راوړې وه، په نیم ساعت کې یې د خوشي کولو بهیر پای ته ورسې او په موسکا سره د زندان له لرګین وره ووت. د زندان چارواکي وايي، له زندان نه هغه مهال ووتل چې کندوز ښار کې هېڅ امنیتي کسان نه وو

غلام سخي د بغلان ولایت یو بل زنداني دی، چې د نشه يي توکو د قاچاق پرمهال بندي شوی و. محکمې هغه دیارلس کاله بندي کړی دی، چې ایله پنځه کاله بند یې تېر شوی دی.

دی وايي، له لومړی سره یې د تېښتې لېوالتیا نه لرله، خهو طالبانو چې زندان مات کړ دی هم په زور له زندان نه وتلو ته اړ شو:

“طالبانو موږ په زور له زندان نه وایستلو. که نه تلای دلته به وژل شوي وای. غواړم په قانوني ډول خپل کور ته ستون شم. له تېښتې او پټېدو څه نه جوړېږي”. محمد زلمی د کندوز زندان له بندیانو څخه دی، چې اوس خوشی شوی

ښاغلی سخي وايي، کور ته له ستنېدو وروسته یې د ځان د پټولو لپاره زمینه وه، خو نه غواړي چې په فراري ډول ژوند وکړي.

دی چې په داوطلبانه ډول زندان ته ستون شوی، هیله من دی چې د افغانستان دولت، په ځانګړې توګه ولسمشر یې د زندان پاتې موده کمه کړي.

له بندیانو سره مو خبرې کولې، چې یو ځوان له یوې خونې راووت. له هغه مې وپوښتل چې دلته څه کوې؟ ویې ویل د ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. ښوونځي ته راغلی و چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې بند پاتې شو، په ښوونځي کې بند پاتې شو او بیا ونیول شو: غلام سخي زندان ته ستون شوی چې د خپل بند پاتې موده پوره کړي

“کله چې افغان ځواکونه سیمې ته راغلل، زه د جګړې له وېرې ښونځي کې پاتې شوم، همدا وو چې دوی راغلل او زه یې ونیولم. مور او پلار مې په کندوز کې دي. زه یې په تېروتنې نیولی یم خو غواړم تېروتنه ونه کړم. پلان لرم چې پوهنتون ته ولاړ شم او په ټولنه کې یو سالم سړی شم. تېښته د حل لار نه ده”.

د هغو بندیانو هرکلی کېږي، چې له زندان نه د وتلو لار ورته پرانیستل شوې وه، خو لاهم د بندو ورونو تر شا شپې او ورځې تېروي. د زندان چارواکي وايي، اوس دا راستانه شوي دي، هڅه کوو چې دوی ته زندان کې غوره چاپېریال برابر کړو. د کندوز زندان دروازه

کندوز د تېرې تلې میاشتې پر شپږمه طالبانو ونیو. دوه ورځې وروسته افغان دولت د ښار بېرته نیولو پوځي عملیات پیل کړل چې بالاخره په دوو اونیو کې یې دغه ښار بېرته ونیو او طالبان یې په شا کړل.

د کندوز ښار سقوط په تېرو څوارلسو کلونو کې د طالبانو تر ټولو لویه بریا ګڼل شوې ده.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *