د سوريي لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی روسيې ته رسيدلی

اسټيفن دمستورا په سوريه کي دستونزو د هواري په لړ کي له روسي چارواکيو سره دخبرو په موخه مسکو ته رسيدلي دی د روسيي بهرنيو چارو وزير ويلي: ددي سفر موخه د سوريي دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ خبرو ته د لاري هوارول ده همدارنگه روسيي ويلي د بشار اسد برخليک د سوريانو په لاس کي دي

روسیه د سوریې دولت له نږدې ملګرو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او له یوې میاشتې راهیسې یې د سوریې د دولت په ملاتړ د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړی دی چې ددوی پر فعالیت یې هم ډیره اغیزه کړې ده. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استفین دمستورا تیره ورخ په دمشق کې د سوریې چارواکیو سره له خبرو وروسته مسکو ته خوځیدلی او ټاکل شوې ددې هیواد له مشرانو سره د سوریې ستونزې د هواری په موخه خبرې وکړي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: ددې خبرو موخه د سوریې د دولت او وسله والو مخالفینو د مشرانو ترمنخ د پخلاینې خبرو ته د لارې هوارول ده.

همدارنګه د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: پر واک د اسد پاتي کیدل اړین نه بولي او دا به سوریان وي چې په دې هکله پریکړه کوي، دې ویلي مونږ دا نه وایو چې هرو مرو د اسد په واک پاتې او یا لرې شي خو زمونږ دا نرمښت د روسیې په سیاست کې د بدلون په مانا نه ده.

” مونږ هیڅکله نه دي ویلي چې اسد د له واکه لري او یا پاتې شي. مونږ د سوریې د دولت پر ساتلو ټینګار کړی ځکه چې د ترهګری پر وړاندې په مبارزه کې رغنده رول لري که چیرې په سوریه کې دولت شتون ونلري له ترهګرۍ سره به جګړه شتون ونلري او دا یوه ریښتینولي ده بله خوا باید د اسد د برخلیک په هکله په خپله سوریان پریکړه وکړي.”

روسیې د سوریې دولت د مخالفینو له مشرانو هم غوښتي ترڅو ددې هیواد د ستونزې د هواری په موخه د نړیوالو هڅو په لړ کې د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تیره ورځ له رسنیو په خبرو کې ویلي مونږ د مخالفینو له یو شمیر استازو سره اړیکې نیولې او په راتلونکې اونۍ کې مو دوی ته د مسکو په غونډه کې بلنه ورکړې ده. په ورته حال کې د سوریې د دولت وسله والې ډلې چې د سوریې د خپلواک پوځ په نامه یادیږي ویلي تر هغې چې پر هیواد د روسیې هوایي بریدونه دوام ولري مونږ به له دوی سره د جګړې په حال کې وو او د خبرو لپاره کوم ځای شتون نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *