په سعودی شهزاده له داعش سره د اړیکولرلو شک شوی
په سعودی شهزاده له داعش سره د اړیکولرلو شک شوی
هغه سعودی شهزاده چی د اکتوبر په ۲۶ نیټه د بیروت په هوایی ډګر کی له دوو ټنو نیشه یی موادو سره نیول شوی وو، د «اسلامی دولت» (داعش) له تروریستی ډلی سره په اړیکو لرلو شکمن بلل شوی دی. په دی هکله د لبنان چارواکو خبر ورکړی.
لکه څرنګه چی توقیف شوی د تحقیق په وخت کی اعتراف کړی، ده نیشه یی تابلیتونه د ایزالدین له کورنی څخه چی د ارسال په ولایت کی له سوریی سره په پوله کی اوسیږی، رانیولی وو. سیمه ایز چارواکی د دی کورنی غړی د «اسلامی دولت» د تروریستی ډلی د لبنان له څانګی سره په اړیکو لرلو شکمن ګڼی.
لکه څرنګه چی عبدالمحسن بن ولید بن عبدالعزیز — د سعودی د خلیل د ولایت د حاکم زوی، معلومات ورکړی، ده ته نیشه یی مواد د ۳۰ میلیونو نقدو امریکایی ډالرو په بیه تمام شوی دی.
د لبنان امنیتی ځواکونه وایی چی دا مواد د داعش د ډلی د تروریستانو لپاره چی د سعودی عربستان، لبنان، اردن، یمن، فلسطین او مصر په خاوره کی فعالیت کوی، په پام کی نیول شوی وو.
دی پیښی د لبنان او سعودی عربستان تر منځ دیپلوماتیکی اړیکی ویجاړی کړی دی.
د مخه څرګنده شوی وه چی شهزاده له خپلو څو همکارانو سره هڅه کوله د نیشه یی تابلیتو ۴۰ بوجی په خصوصی الوتکه کی سعودی عربستان ته ولیږدوی. دا د نیشه یی موادو تر ټولو ستر بار دی چی د بیروت په هوایی ډګر کی نیول شوی دی.