په جنسي تیري تورن کس ته د عمر قید سزا

شیو کمار یادف د تښتونې په هڅې هم پړ پېژندل شوی.

د هند یوې محکمې د اوبر شرکت هغه ډرایور ته د عمر قید سزا اورولې چې په دېلي کې یې په یوې ښځینه سپرلۍ جنسي تیری کړی و.

دغه پېښه تېر کال شوې وه.

شیو کمار یادف د تښتونې په هڅې هم پړ پېژندل شوی.

تېر کال دسمبر کې یوې ۲۶ کلنې مېرمن د اوبر شرکت له لارې یوه ټکسي غوښتې وه چې کور ته په کې ولاړه شي.

د ټکسي چلوونکي شیو کمار یادف نوموړې یوې لرې پرتې سیمې ته یوړه او هلته یې پرې جنسي تېری وکړ.

د دېلي چارواکو وروسته پر اوبر او ځینو نورو ټکسي شرکتونو په دې تور بندیز ولګاوه چې د موټر چلوونکو د تېر په اړه اړین مالومات نه کوي. اوبر شرکت تېر کال له دغې پېښې سملاسي وروسته بښنه غوښتې وه

اوبر شرکت تېر کال له دغې پېښې سملاسي وروسته بښنه غوښتې وه او ویلي یې و چې باید خدمات یې تر دې ښه وي.

دغې مېرمنې په یوې امریکايۍ محکمې کې هم پر اوبر شرکت قضیه دایره کړې وه چې له محکمې د باندې د جوړ جاړي له امله هغه قضیه ختمه شوه.

د هند په مرکزي ښار دېلي کې په ۲۰۱۲ کال کې هم په یوې ۲۳ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری شوی و او بیا وروسته ووژل شوه.

هغې پېښې نړیوال غبرګون راپارولی و او د هند حکومت له هغې وروسته د جنسي تېري پېښو سره د چلند قانون کې هم بدلونونه راوستل.

خو شنونکي وايي چې د قانون سختولو هم ډېره ګټه نه ده کړې او له هغه را وروسته بیا هم ګڼ شمېر نجونې د هند په بېلا بېلو ښارونو کې د جنسي تېري ښکار شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *