د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ کې جګړه لا روانه ده

په ډند پټان ولسوالۍ کې د جګړې د پیل دمخه وسله والو د پکتیا ولایت د اوو ولسوالیو لارې هم ټړلې وې.په ډند پټان ولسوالۍ کې د جګړې د پیل دمخه وسله والو د پکتیا ولایت د اوو ولسوالیو لارې هم ټړلې وې.

چارواکي وايي، چې د پکتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې له پرون راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د جنوب ختيځ ولايتونو لپاره د ۴۰۲ سرحدي زون قوماندان جنرال عبدالبصيرخپلواک وايي، جګړه پرون سهار د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوستو له بريدونو سره سم شروع شوې، چې تر اوسه دوام لري.

وويل، تر نن غرمې پورې په جګړه کې شاوخوا پنځه دېرش وسله وال وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپيان دي، چې د ډېرو مړي د جګړې په ډګر کې پراته دي.

جنرال خپلواک دغه راز زياته کړه، د وسله والو طالبانو په يادو بريدونو کې، چې له درنو وسلو څخه پکې کار اخيستل کېږي، دوه سرحدي پوليس وژل شوي او لږ تر لږه لس نور ټپيان شوي هم دي.

همدارنګه هغه وويل، چې له طالبانو سره پاکستاني مليشه ځواکونه هم اوږه په اوږه د افغان امنيتي سرتېرو پرضد جنګېږي، خو ويې ويل، چې د هغوی بريدونه په شا تمبول شوي دي.

هغه زياته کړه ”موږ وينو چې مليشه په خپل نظامي لباس کې د طالب په نوم جنګېږي. بل هغه درنه وسله چې په دغه جګړه کې کارول کېږي، طالبان يې نلري. معلومه خبره ده، چې پاکستان جنګېږي‟.

د سرحدي ځواکونو دغه قوماندان جنرال عبدالبصيرخپلواک دغه راز وويل، چې د جګړې ځای ته يې د مرستندويه ځواکونو او پوره اکمالاتو په لېږلو سره بريدګر له ماتې سره مخ کړي دي.

افغان امنيتي ځواکونو تر دې مخکې هم د حکومت پروړاندې له جنګېدونکو طالبانو سره پاکستاني مليشه ځواکونه په مرستې تورن کړي، خو تردې مهاله پاکستان په دغه برخه کې کوم غبرګون ندی ښودلی.

په عين وخت کې د پکتيکا امنيتي منسوبين وايي، چې ددغه ولايت په وزيخواه ولسوالۍ کې هم افغان سرتېري له وسله والو سره له تېرو څو ورځو راهيسې په جګړه بوخت دي، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه هيڅ معلومات ندي ترلاسه شوي.

که څه هم چارواکي وايي، چې د طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي، خو په مشرانو جرګه کې د پکتيکا استازی جمعه الدين ګيانوال وايي، چې ولسوالي د سقوط له جدي خطر سره مخ ده.

هغه وويل ”هغه څوک چې په دولت کې کار کوي، د هغوی کورونو ته طالبان اور اچوي. هلته امنيت نشته، د ځمکې له لارې قوتونه نشي ورتللی او نه هم هوايي ځواک شته، چې مرسته ورسوي‟.

په همدې حال کې ځينې نورې سرچينې وايي، چې د پکتيکا د برمل، ګومل، تروې، وړممۍ او ډېله پر ولسواليو هم طالبانو پرلپسې ډله ييزې حملې پيل کړې، خو چارواکي بيا دغه خبر نه مني.

طالبانو د ډنډپټان او د پکتيکا د جګړو په ارتباط تراوسه څه ندي ويلي، مګر ادعا کوي، چې د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې يې پر امنيتي پوستو د بريدونو په نتيجه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *