د باميانو قراردادي ښوونكي د خپلو معاشونو غوښتنه کوي

د باميانو قراردادي ښوونكي: كه اووه مياشتني ځنډېدلي معاشونه رانه كړئ، لارې تړو!

د باميان پنجاب او ورس ولسواليو لسګونه قراردادي ښوونكو نن سهار د ولايت مقام مخې ته په سوله ييز لاريون كې ګواښ وكړ كه يې له اووه مياشتو راهيسې ځنډېدلي معاشونه ور نه كړل شي نو د دې ولايت ټولې لارې به وتړي.

دوى د باميانو له پوهنې رياست او ولايت مقام څخه غوښتنه لرله چې له اوږدې مودې راهيسې يې معاشونه ځنډول شوي او بايد ستونزه يې اواره شي كه نه دوى به اړ شي چې د باميان د لويو لارو تر څنګ د ښار ټولې څلور لارې وتړي.

په باميانو كې د كليد ګروپ د دري برخې همكار اسحق اكرمي د رالېږلي راپور له مخې، يو ښوونكي چې په دې اړه يې لاريون ته وينا كوله وويل: (( بې له كوم ځنډ څخه د خپلو معاشاتو د حواله كېدو غوښتونكي يوو، نن بايد يو مثبت يا منفي ځواب ترلاسه كړو، كه داسې ونه شي موږ ټول زر تنه ښوونكي برابرېږو، همدا سر له سبا راوځو څلور لارې او سړكونه بندوو او تر هر ځايه چې وي خپل غږ به ورسوو.))

خو د باميانو والي طاهر ظهير بيا د دغو ښوونكو د معاشونو د نه حواله كېدو او ځنډ پړه د دې ولايت د پوهنې د پخواني رئيس پر اوږو ور اچوي او وايي، د پوهنې پخوانى رئيس رضا اهدا يو فاسد، غل او ظالم سړى و چې د كاري ضعف له كبله يې د دوى معاشونه هم نه دي حواله كړي.

ظهير لاريون كوونكو ته وعده وركړه چې ژر تر ژره به يې معاشونه د باميانو د مستوفيت له لوري حواله شي: (( د معارف ټولې ستونزې يو شخص ته راجع كېږي، پخواني رئيس د مسووليت احساس نه دى كړى، ستاسې له سرنوشت او د خلكو له اولادونو سره يې جفا كړې ده، اوس ستونزه دا ده كوم حق الزحمه يي معلمين چې پخواني د معارف رئيس لخوا استخدام شوي سجل او سوانح نه لري، اسناد يې تكميل شوي نه دي.))

د باميانو د پوهنې سرپرست رئيس محمد شريفي هم دغه خبره تاييدوي او وايي، نه يوازې دا چې د ښوونكو اسناد ستونزې لري بلكې بودجه هم كمه ده: (( بايد ښاغلي اهدا د اسنادو د طى مراحلو لپاره يو كمسيون جوړ كړى واى، خو دا كار يې په خپل وخت ونه كړ.))

دا په باميانو كې په روان كال كې درېيم ځل دى چې قراردادي ښوونكي د معاشونو د ځنډ له كبله په مدني حركت لاس پورې كوي.

په داسې حال كې چې دمګړۍ د باميانو په ۲۷۰ ښوونځيو كې ۱۳۸ زره زده كوونكي له ۲۸۵۰ رسمي او ۲۷۷۵ قراردادي ښوونكو نه زده كړې كوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *