”د افغانستان سولې کې د پاکستان د رول لپاره مناسب وخت نه دی”

سرتاج عزیز لومړی ځل ومنله، چې اوسنی حالت د افغان سولې خبرو کې د پاکستان د رول لپاره سم نه دی

بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز وايي، اوس مناسب وخت نه دی، چې پاکستان د افغان سولې په بهیر کې رول ولوبوي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، حاضر دي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په بهیر کې مرسته وکړي، خو ځواب کې افغان حکومت ویلي و، لومړی دې پاکستان طالبان وځپي او له ملاتړه دې یې لاس واخلي.

بل لور ته د افغان حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي احمد ضیا مسعود ویلي، له طالبانو سره خبرې هسې د وخت ضایع کول دي:

” له طالبانو سره سوله کول یوه بشپړه غیر معقوله چاره ده او د پاکستان ګټو تامین ته فرصت برابرول دي. د نړۍ په هېڅ یوه ګوټ کې له یوې مزدورې، یوې ترهګرې ډلې سره سوله نه ده شوې او زموږ په هېواد کې اوسنۍ جګړه د پاکستانیانو جګړه ده، نه د طالبانو ”

تېره ورځ اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې سرتاج عزیز وویل، چې هېواد یې غواړي د افغان سولې بهیر بېرته فعال شي، خو خبریال طاهرخان وايي سرتاج عزیز لومړی ځل ومنله، چې اوسنی حالت د پاکستان د رول لپاره سم نه دی.

پاکستان به له دې مخکې یوازې دومره ویل، چې دوی چمتو دي، د سولې خبرو بهیر فعالیت پیلولو کې مرسته وکړي، خو د طاهرخان په وینا پاکستاني مشران اوس وايي، چې که افغان حکومت او طالبان د خبرو په پیل راضي وي، دوی به له هغه وروسته خپل رول لوبوي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ لومړی ځل مخامخ خبرې سږ کال جون کې پاکستان کې ترسره شوې، خو د وسله والو طالبانو د مشر ملاعمر د مړینې خبر له افشا کېدو او پلازمېنه کابل کې د طالبانو له بریدونو وروسته په ټپه ودرېدې.

په تېره یوه لسیزه کې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادړونو تر منځ اړیکي ډیر ځله د ترینګلتيا پر لورې کاږه شوي، خو د وخت په تېریدو سره دغه اړیکي څه نا څه ښه شوي هم دي. اسلام اباد تل ویلي چې کابل د هندوستان په لمسه هڅه کوي دغلته حالات کړکیچن کړي، خو افغان لوري هم تل اسلام اباد ترهګرو ته د پټنځایونو په ورکولو تورن کړی دی. که څه هم چې دواړو غاړو په تېرو کلنو کې هڅه کړې، چې دغو بې باوریو ته پای ورکړي، خو تر اوسه دغو هڅو کومه جوته پایله نه ده لرلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *