امریکا د چین سمندر سوېل ته ستنیدل غواړي

د امریکا توغندي ویجاړوونکې سمندري بېړۍ (لاسن) تېره اونۍ د ین سمندر سوېل کې د چین سمندري حریم ته ورننوتې وه

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د چین سمندر په سوېل کې شخړمنو اوبو ته د بېرته ستنېدا پلان لري.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار بین رودس د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې ټینګ هوډ لري چې په دغو اوبو کې د آزادې ماڼوګرۍ لپاره نور ګامونه هم واخلي.

بل خوا، د امریکا یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، امریکا په سیمه کې “لږترلږه هرې درې میاشتې دوه ځلې” سمندري ګزمې کوي.

بیجینګ بیا سیمې ته د امریکا “لاسن” توغندي ویجاړوونکې بېړۍ په ننوتلو غوسه ښودلې او ادعا کوي چې دغه سیمه د چین په واک کې ده.

د امریکا یوه توغندي ویجاړوونکې بېړۍ چې د چین په سمندر کې ۱۲ سمندري میله وړاندې د سوبي او مچیف ټاپوګانو ته ورغلې ده.

ردوس “ډیفینس وان” ته ویلي “د چین سمندر جنوب کې د ماڼوګرۍ د آزادۍ ضمانت د امریکا په ګټه دی.

د نوموړي له خولې دا هم ویل شوي چې “ددغو ګټو لپاره به د نورو فعالیتونو تمه هم ولرو.

دی وايي “زموږ پر اوږو دا مسؤولیت دی چې هلته موجود وو، خو په سوله ییزه توګه”.

خو یوه بل چارواکي رویټرز ته ویلي دغې سیمې د امریکا د سمندري قطعو ورتګ شاید په درو میاشتو یا ډېرو خت کې دوه ځلې وي.

چین تېره اونۍ د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي و، که چېرې امریکا خپل “پاروونکي اعمال” ونه دروي، هر ډول کوچنی سمندري ټکر به د چین سمندر په جنوب کې پر یوې لویې لانجې واوړي.

د امریکا یوه توغندي ویجاړوونکې بېړۍ چې د چین په سمندر کې ۱۲ سمندري میله وړاندې د سوبي او مچیف ټاپوګانو ته ورغلې ده.

بل خوا، په آرام سمندر کې د امریکايي ځواکونو قومندان امیرالبحر هاري هاریس ویلي، امریکايي ځواکونه به د نړیوال قانون په چوکاټ کې “هرځای” ګرځېدو ته دوام ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *