په عراق کی د سختو اورښتونو او د اوبو د جاری کیدو په اثر په سلګونو وګړی وژل شوی دی

د عراق لومړی وزیر حیدر ال عبادی د اکتوبر په دوهمه نیټه د دوشنبی په ورځ په هیواد کی د سختو بارانونو او د اوبو د جاری کیدو له کبله فوق العاده حالت اعلان کړ. په دی هکله د تاس آژانس خبر ورکړی دی.

د سختو اورښتونو له کبله د عراق په سترو ښارونو کی سیندونه له غاړو اوښتی او د هغوی اوبه د سیلابونو او کانالیزاسیون له چټلو اوبو سره ګډی شوی دی.

د سلګونو وګړو د مرګ ژوبلی په هکله خبر ورکړی شوی دی.

د عراق د حکومت د مشر د امر سره سم د دی طبیعی افت سره د مبارزی په خاطر د وزارتونو، خاصو ادارو، ملکی دفاع کارکوونکی ګمارل شوی او پخپله خوښه کارکوونکی جلبیږی.

د بغداد او نورو ښارونو د اطراف د کمپونو اوسیدونکی چی د تش په نامه اسلامی دولت د تروریستان له ویری یی خپل کورنه پریښی دی، له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د هوا د حالاتو اټکل د خوشبینی هیله نه ورکوی او په نژدی راتلونکی کی د لازیاتو اورښتونو هیله کیږی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *