وکیلانو نور الحق علومي پر خپلې دندې پرېښود

د جرګې تالار کې ټول ۱۵۱ وکيلان حاضر وو، چې له ډلې يې يوازې ۳۸ کسانو د ده ځوابونه قانع کوونکي و نه بلل او اکثريت وکیلانو ته يې ځوابونه د منلو وو

د افغانستان ولسي جرګې د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي جرګې ته استيضاح کړی و، خو د جرګې استازو د هغه ځوابونه قانع کوونکي وبلل.

پر ده نېوکې وې چې ګواکې د وطن ګوند غړي يې په کورنيو چارو وزارت کې ګومارلي او د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په برخه کې يې هڅې بريالۍ نه وې.

که څه هم د ولسي جرګې د استازو د پوښتنو لهجه ډېره تونده وه، خو وزير نور الحق علومي وکړای شول هغوی ته قناعت ورکړي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسي جرګه يو وزير هغه وخت استيضاح کولای شي چې د جرګې ۲۰ سلنه استازي يې غوښتنه وکړي.

که د استيضاح پر مهال د وزير څرګندونې وکيلانو ته د منلو او قناعت وړ نه وي، بيا ولسي استازي له هغه د باور رايې اخيستو لپاره صندوق ږدي.

خو وړاندې له دې چې د باور او يا نه باور لپاره صندوق کېښودل شي په علني ډول له وکیلانو پوښتل کېږي چې د وزير له څرګندونو سره موافق او که مخالف دي.

که چېرته د وزير له څرګندونو سره د موافق کسانو شمېر زيات وي وزير پر خپل ځای پاتې کېږي او که مخالفين يې زيات وي، بيا نو صندوق ايښودل کېږي او دا په وکيلانو پورې اړه لري چې وزير ته د تاييد او که د رد رايه ورکوي.

په نننۍ غونډه کې (دوشنبه، ۲ نومبر) ټول ۱۵۱ وکيلان حاضر وو، چې له ډلې يې يوازې ۳۸ کسانو د ده ځوابونه قانع کوونکي و نه بلل او اکثريت وکیلانو ته يې ځوابونه د منلو وو.

د هرات د خلکو استازي قاضي نذيز حنفي پر نور الحق علومي تور ولګاوه، چې ګواکې د وطن ګوند له ۱۰۰ ډېر غړي يې د کورنيو چارو په وزارت کې ګومارلي دي.

دې ته په ځواب کې ښاغلي علومي وويل د وطن ګوند څخه يې استعفا کړې او اوس د دغه ګوند غړی نه دی.

ده په هېواد کې د ناامنيو زياتېدو په اړه وويل بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي او افغان ځواکونه د هوايي ځواک بشپړ ملاتړ نه لري.

خو ويې ويل سره له دې هم افغان ځواکونه توانيدلي چې په ډېرو برخو کې وسلوالو مخالفينو ته ماتې ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *